1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روغتیا وزارت په تیروتنې سره د بربنډ فلم لینک ټویټ کړی»

۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعه

د کاناډا د کیوبیک ایالت چارواکي وایي چې په دې اړه یي تحقیقات پیل کړی چې د دوی له خوا د فحش محتوا لینک ولې ټویټ شوی دی. د روغتیا وزارت د «نامطلوبه موادو» خپریدو له کبله بخښنه هم غوښتې ده.

https://p.dw.com/p/49zDz
Logo von Twitter ist auf einem Smartphone
انځور: Jakub Porzycki/NurPhoto/picture alliance

د کاناډا د کیوبیک ایالت د روغتیا وزارت د پنجشنبې (د اپریل میاشتې ۱۴ نیټه) په ورځ د خپل هغه یوه ټویټ له کبله بخښنه غوښتې ده چې د بربنډو فلمونو په څیر په «نامناسبو محتوياتو» پورې اړه پيدا کوي. د چارواکو په خبره د دغه ټویټ اصلي هدف دا و چې د دغه ایالت خلک د کووید-۱۹ ناروغۍ په ارتباط معلوماتو په برخه کې په جریان کې واچول شي.  

خو د «سي ټي وي نیوز» رسنۍ اطلاع ورکړه چې د روغتیا وزارت چې د کووید-۱۹ انټرنيټ پاڼې سره د کاروونکو د وصلولو له پاره کوم لینک پوسټ کړی دی، د «پورن هب» په نوم انټرنټ پاڼې دی چې بربنډ فلمونه پکې ښودل کیږي.

زموږ له کنتروله وتلې

د دې موضوع په اړه تر خبریدو سمدستي وروسته د کیوبک ایالت د روغتیا وزارت په خپل یوه ټویټ کې وضاحت ورکړ او ویې لیکل: «وضعیت زموږ له کنتروله د وتلو له امله، زموږ د ټویټر پر اکاونټ د نامناسبو محتوياتو یو لینک خپور شوی وو.»

نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې په دې دلیل رامنځته شوي مزاحمت له کبله بخښه غواړي او «موږ یي د لامل پیدا کولو په هڅه کې یوو.»

د «پورن هب» په نوم انټرنټ پاڼه په مونترال پورې اړه لري او د کاناډا د فحش موادو پورې اړوند د مشهورې کمپنۍ «منډ ګیک» ملکیت دی.

په ۲۰۲۱م کال په لسګونو ښځو د دې کمپنۍ پر ضد په محکمه کې شکایت یا دعوی کړې وه. دغو ښځو تور

لګولی دی دغه کمپنۍ د جنسي استثمار له لارې په ګټې اخیستنې سره ځان تمویلوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز