1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا د ۱۵۰۰ مختلفو ماډلونو وسلو خرڅلاو منع کړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د کاناډا حکومت د تر دوو اوونیو مخکي قاتلانه حملې وروسته د وسلو درلودلو حقوق سخت کړل. په دغه حمله کي ۲۲ تنه وژل سوي ول. د نوو مقرراتو پر اساس سمدلاسه د ۱۵۰۰ مختلفو ماډلونو وسلو خرڅلاو او واردات منع کیږي.

https://p.dw.com/p/3bgCM
Sturmgewehr mit christlichem Bibelspruch
انځور: picture-alliance/dpa/Spike's Tactical

دغه خبره د کاناډا صدراعظم، جستین ترودو د جمعې په ورځ (د می میاشتي اوله) وکړه. هغه وویل:«دغه وسلې فقط د یوه هدف لپاره جوړي سوي دي او هغه داچي په لږ وخت کي دي ډیر انسانان په ووژل سي.» په خبره یې د دغه ډول وسلو دپاره په کاناډا کي هیڅ ځای نسته.

هغه کسان چي دغه وسلې همدا اوس په اختیار کي لري، د دوو کالو استثنی ورته منل سوې، خو د دغو وسلو نور خرڅلاو او ورادات له همدا سمدستي څخه منع دي.

یوه ۵۱ کلن سړي تقریبأ دوې اوونۍ دمخه په یوه خونړۍ قاتلانه حمله کي ۲۲ تنه ووژل، داسي حمله چي د کاناډا په نوي تاریخ کي سابقه نه لري. قاتل پخپله تر تقریبأ ۱۳ ساعتونو تعقیب وروسته د کاناډا په شرقي ولایت، نووا سکوتیا کي د پولیسو لخوا وویشتل سو.

کاناډا د وسلو خرڅولو او انتقالولو د مقرراتو د سختولو اوسنی الهام د نیوزیلنډ څخه اخیستی دی. د نیوزیلنډ په کریست چرچ کي د ۲۰۱۹ م کال په مارچ کي پر دوو مسجدونو باندي تر خونړۍ حملې وروسته جنګي تفنګچې او نیمه اوتومات ماشینداران منع سول.