1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا: د لسو کسانو په قتل دوهم شکمن کس مړ سوی

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

په کاناډا کې د لسو کسانو د قتلونو د سلسلې دوهم شکمن کس هم د کاناډا په سیسکاچوان ولایت کي مړ سو. پولیسو ویلي چې شکمن تر مرګ مخکې ټپي وو چې بیا وروسته یې په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/4Ga6n
Messerattacke in Kanada
انځور: Heywood Yu/The Canadian Press/ZUMA/picture alliance

د کاناډا پولیسو په اول سر کي دغه ۳۰ کلن د همدغه ولایت د ښاروالی سره نژدې نیولی ؤ چي وروسته یې په خبره دومره ځان زخمي کړی ؤ چي باید روغتون ته لیږل سوی وای او هلته یې د مرګ تشخیص سوی وای.

هغه د خپل مشر ورور سره یوځای، کوم چي درې ورځي دمخه یې مړی پیدا سوی ؤ، د بومیانو په حفاظتي منطقه، جېمز شمیت کري او ویلدون ښار کي لس کسان وژلي او ۱۸ نور زخمیان کړي وه.

 کاناډا په وروستیو کلونو کې د خونړیو پيښو شاهد پاتې شوی دی. شاوخوا دوه کاله مخکې د کاناډا نووا سکوشیا په سیمه کې یوه حمله کونکي چې د پولیسو جامې یې په تن وې، لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل.

په بله پېښه کې یوه کس د کېوبيک ښار په مسجد کې شپږ کسان ووژل او پنځه نور ېې ټپيان کړل. دغه راز د ېوې لارۍ ډوله موټر چلونکي د تورنتو ښار په ېوه پياده رو کې ۱۰ کسان ووژل او ۱۶ نور ېې ټپيان کړل.