1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا: د بس د چپه کیدو په پيښه کي ۵۳ کسان ټپيان سوي

۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبه

د کاناډا د غرب د یو بس د چپه کیدو دغه پيښه ، په کومه کي چي تر ۵۰ اضافه انسانان زخمیان سوي دي، د بریتش کولمبیا ولایت د کیلونا د ښار سره نژدې رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/4LPst
Greyhound Bus
انځور: Adrian Wyld/empics/picture alliance

د دې څخه د دغه ولایت ګورنر، ډېوید ایبی پرون شنبه ماښام په خپل تویتر کي خبر ورکړی دی. کاناډايي رسنیو خبر ورکړی دی، چي ټوله ۵۳ زخمي سوي کسان درو روغتونو ته انتقال سوي دي. 
داچي د بس د چپه کیدو واقعه ولي رامنځته سوې ده، تر اوسه پوري معلومه نه وه. تر دې دمخه مسؤلو مقاماتو د یخ له کبله ښویندوکو او د واوري په سبب بندو سوو سړکانو څخه خبرداری ورکړی ؤ.