1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

کانادا: يوه وسلوال لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د کانادا په «نوا سکوتیا» ولایت کې د یکشنبې په ورځ یوه وسلوال د یوه پولیس په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي دي. دې کس د ۱۲ ساعتونو له پاره پر خپلو قربانیانو ډزې وکړې. پولیسو بیا وروسته شکمن وسلوال په ډزو وواژه.

https://p.dw.com/p/3b9oS
Kanada | Polizist wird bei Schüssen in Nova Scotia getötet
انځور: picture-alliance/AP Photo/The Canadian Press/T. Krochak

په دې پیښه کې لږ تر لږه یو بل د پولیسو افسر هم ټپي شوی دی. پیښه په ساحلي ښار «پورتاپیک» کې رامنځ ته شوی ده. د کانادا د پولیسو یوه چارواکي کریس لیتر، د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ لا هم د وژل شویو کسانو په وروستۍ شمیره نه پوهیږو.»
هغه زیاته کړه: «د شکمن کس لټه نن سهار هغه وخت پای ته ورسیده چې د شکمن کس ځای معلوم شو. زه کولی شم دا خبره تایید کړم چې شکمن کس وژل شوی دی.»
پولیسو شکمن برید کوونکی چې د ۵۱ کلن ګبریل ورتمن، په توګه پیژندل شوی دی د تیلو په یوه ټانک کې ومونده. هغه د غاښونو په یوه کلینیک کې کار کوه.
د ډزو دغه لړۍ د شنبې په شپه ناوخته پیل شوه او پولیسو له خلکو څخه په کور کې د پاتې کیدو غوښتنه وکړه. پولیسو ته لومړی خلکو د تلیفون له لارې د یوه داسې کس په هلکه خبر ورکړ چې له وسلو سره لیدل شوی وو. د پولیسو یوې ویاندې ویلي دي چې بیا وروسته روښانه شوه چې دې کس پر نورو ډزې کولې.

د یکشنبې ورځې په سهار بیا پولیسو په یوې څرخې الوتکه کې د ښار پر سر الوتنې وکړي ترڅو شکمن برید کوونکی وموندل شي. پولیسو تر دې مخکې ویلي وو چې برید کوونکي پولیس ته ورته جامې اغوستې وې او د پولیسو په شان یو موټر یې چلوه. خو وروسته بیا روښانه شوه چې هغه یو «شوارلیت» ډول موټر چلوه.
ms/bs (AP, Reuters)