کاسترو وايي دا ئې وروستۍ دوره ده
۱۳۹۱ اسفند ۷, دوشنبهکله چې د یکشنبې په ورځ د دغه هیواد پارلمان راول کاسترو د دوهم ځل له پاره د ولسمشر په توګه وټاکه هغه وویل:«دا به زما د ولسمشرۍ وروستۍ دوره وي.» د دې تر څنګ ۸۱ کلن روال کاسترو، میګویل ډیاز کانیل د خپل راتلونکي لومړي مرستیال په توګه وټاکه.
داسي ښکاري چې د ولسمشر لومړی مرستیال چې اوس ۵۲ کلن دی په راتلونکې کې د کیوبا د ولسمشر په توګه وټاکل شې. میګویل د اتو ایالاتي وزیرانو له جملې څخه تر ټولو لوی او غوره وزیر دی.
راول کاسترو په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د خپل ورور فیدل کاسترو له ناروغۍ سره د هغه دنده سمبالوله. کله چې په «۲۰۰۶» میلادې کال کې فیدل کاسترو ناروغه شو د هغه ورور راول کاسترو د هیواد د چارو مسئولیت پر غاړه واخیست. وروسته له هغې په ۲۰۰۸ میلادې کال کې په رسمي ډول د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ۱۹۵۹ میلادي کال تر انقلاب وروسته فیدل کاسترو د یوه ګوند سیستم له مخې د کیوبا د نظام چاري سمبالولې. د فیدل کاسترو د واکمنۍ دوره پنځه لسیزي دوام وکړ او کله چې ناروغه شو د حکومت چاري يې خپل ورو راول کاسترو ته وسپارلې.
د نوې پارلمان د پرانستي په مناسبتي غونډه کې ۸۶ کلن فیدل کاسترو هم موجود وو. تر ناورغه کیدو وروسته فیدل کاسترو په سیاسي او ټولینزو مجلسونو کې ډیر لږ په سترگو کیده.
د هیواد په قانو کې ډراماتیکي اصلاحات
راول کاسترو په خپل ۳۵ دقیقه يي وینا کې دا هم وویل چې هغه به په راتلونکې کې د ولسمشرۍ پر دوو دورو سربیره په نورو پوستونو کې د ټاکل شوو کسانو د وخت په هکله هم د حد ټاکل غواړي.
نوموړي د هیواد په قانو کې د یو شمیر داسې ډراماتیکو اصلاحاتو یادونه هم وکړه چې د عملي کولو له پاره باید ریفرینډم یا ټولپوښتنه ترسره شې، خو هغه داسي اوازې رد کړې چې ګويا هغه په هیواد کې د ولسواکۍ ختمول غواړي.
راول کاسترو د خپلو خبرو په دوام کي وویل چې هغه د دې له پاره د هیواد چاري په لاس کې نه دي اخستي چې د هیواد نظام ړنګ کړي: «زه د دې له پاره د ولسمشر په توګه نه وم ټاکل شوې چې په هیواد کې د سرمایه دارۍ سیستم رامنځته کړم.» هغه زیاته کړه:«زه د دې له پاره ولسمشر وټاکل شوم، چي له ولسواکۍ څخه دفاع وکړم او هغه ټينگه وساتم، او هغې ته نور هم قوت ورکړم، نه دا چې هغه لمنځه یوسم.»