کارپوهان: کرونا تمباکو څکوونکو ته لا ډېره خطرناکه ده
۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبههغه کسان چي سګريټ، چلم او په نورو طریقو تمباکو څکوي هغوی بايد تر نورو انسانانو لا زيات پام وکړي چي په کرونا اخته نه سي. دا ځکه چي د سګرېټ څکوونکو له پاره کرونا ناروغي تر نورو انسانانو زياتي جدي پايلي لرلای سي. دا خبره په آلمان کي د سرطان د ناروغۍ د څېړنيز مرکز (DKFZ) رئيسه اوټه مونس د آلمان خبري آژانس ته کړې ده.
کارپوهي اوټه مونس د آلمان په هايډلبېرګ کي ويلي چي په چين او متحده ايالاتو کي تر سره سوي څېړني ښيي چي هغه کسان چي تمباکو نوشي کوونکي او په کرونا اخته سوي دي، د دغه ناروغۍ د سخت جريان تمايل او امکان پکښي زيات دی. په دې دليل نو د تمباکو څکونکو کسانو له پاره کرونا تر نورو کسانو لا لوی ګواښ دی.
دغې آلمانۍ کارپوهي ويلي دي چي عموما په سګرېټ څکوونکو کي د زړه، فشار، سږو او سرطان په شان ناروغيو اخته کېدو تمايل او امکان زيات وي.
د دغې کارپوهي په وينا د کرونا په بحران کي تر سره سوي څېړني ښيي چي له کرونا کويد- ۱۹ ويروس له کبله په مړه سوو کسانو کي د سګرېټ څکوونکو شمېر زيات دی. هغه وايي چي ښايي د نوي کرونا ويروس د پانډمي(وبا) د سګرېټ څکوونکو له پاره يو بل ښه دليل وي چي نور له تمباکو څکولو څخه لاس واخلي.
dpa/awa/sn