1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: بې اعتمادي د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ دی

۱۳۹۹ فروردین ۲۲, جمعه

د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو د توافق تر لاسلیکدو شاوخوا یوه میاشت وروسته، د کارپوهانو په خبره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د «شک او بې اعتمادۍ» ښکار شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ajvT
Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

د چارو کارپوهان په دې نظر دي چې په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې د راوستو په برخه کې شوی توافق له ستونزو سره مخامخ دی. د کړکیچ د نړیوال ګروپ کارپوه، انډریو واټکینز، په دې نظر دی چې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو پر وړاندې لوی خنډ «بي اعتمادي او شکونه» دي.

دغه کارپوه د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو د تبادلې پروسه چې په اصل کې د اعتماد جوړونې له پاره اصلي ګام وو، نه یوازې د اعتماد رامنځ ته کولو په برخه کې له ناکامۍ سره مخ ده، بلکې دغه څه په دغو خبرو کې د نه پرمختګ سبب ګرځیدلي دي.

واټکینز وايي چې طالبان ښايي تر هغې پورې خپلې جګړې ته ادامه ورکړي ترڅو پورې چې له افغان حکومت سره د احتمالي خبرو په ترڅ کې یې غوښتنې نه وي منل شوي.

نوموړي د آلمان خبري آژانس ته وویل: «ان که چیرته طالبان د سولې په برخه کې جدي اوسي، د دوي د داخلي منطق پر اساس هیڅ داسې ښه دلیل نه شته چې د سولې په یوه توافق کې د خپلو ګټو تر خوندي کولو پورې جګړه ودروي.»

په عین وخت کې په کابل کې میشت د حقوقو پروفیسور فیض الله جلال بیا وايي چې د «اسلامي امارت» بیا رامنځ ته کول د طالبانو ګډ هدف دی او په خبره یې دوی به تر هغې پورې له تاوتریخوالي لاس وا نه خلي ترڅو پورې چې دوی خپل دغه هدف نه وي ترلاسه کړی.

په عین وخت کې د سیاسي چارو پروفیسور علي امیري، بیا په دې نظر دی چې که چیرته طالبان وغواړي چې د دوی د خپلې نظري پر اساس جوړ یو حکومت پر خلکو باندې تحمیل کړي، دغه ډله به په افغانستان کې له سختو ټولنیزو فشارونو سره مخامخ شي. امیري وویل: «طالبان د حکومتولی له پاره یو منظم پلان نه لري او له سیاسي لید لوري دا د دوی تر ټولو ستره کمزوري ده.»

Afghanistan Haftentlassung von 100 Taliban
انځور: ONSC

بل لوري ته د افغان سولې د پرمختګ له پاره، افغان حکومت په تیرو څو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ طالب زندانیان آزاد کړي دي. تر دې وړاندې، د طالبانو یوه پلاوي په کابل کې له افغان چارواکو سره د زندانیانو د تبادلې په برخه کې د لومړي ځل له پاره مخامخ مذاکرات هم وکړل چې بیا د ستونزو د رامنځ ته کیدو له کبله، طالبانو بیرته د خپل پلاوي د ور بللو خبر ورکړ.

DPA/KH/NZ