1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: د پوهنتونو پرانيستل «په سترګو کې د خاورو اچول» دي

۱۴۰۰ بهمن ۱۵, جمعه

په افغانستان کې د پوهنتونو قسمي پرانيستنه د زده کړو د کارپوه کامبيز قوامي، په خبره «فقط سترګو کې د خاوره اچول» دي. د ده په اند دا کافي نه ده چې محصلينې او محصلان بېرته پوهنتون ته لاره پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/46WDp
Afghanistan I Erste Universitäten seit Taliban-Machtübernahme wieder geöffnet
انځور: Mohd Rasfan/AFP

تر هغه پورې چې ښوونه او څېړنه خپلواکي ونه لري، سړی له پرانيستوالي څخه خبرې نه شي کولی. دغه خبره د نړيوالو پوهنتوني خدماتو د آلمانۍ کميټې مشر، کامبيز قوامي، کړې ده. د چهارشنبې په ورځ د رسنيو د راپورنو په حواله د افغانستان په بېلو برخو کې د طالبانو د واکمنېدو راهيسې په لومړي ځل، پوهتونونه بېرته پرانيستل شوي دي.

د عربي تلويزيوني چېنل الجزيره په حواله د نورو تر څنګ د لغمان، کندهار او هلمند په پوهنتونو کې زده کړې بېرته پيل شوې دي. له دې مخې ځينې ښځې هم په زده کړو کې برخه لري. قوامي البته دغه ګام سمبوليک وباله چې طالبان يې په خبره له دې لارې د نړيوالې ټولنې په وړاندې جوړ جاړي ته تياری ښودل غواړي. د هغه په خبره هدف يې دا دی چې درول شوې مرستې او کنګل شوې پيسې بېرته په لاس ورشي.

 قوامي پر دې هم انتقاد وکړ چې طالبانو تل ټينګار کړی دی چې په پوهنتونو کې ښوونه او تدريس به يوازې د شريعت په چوکاټ کې بېرته پيليږي. په خبره يې دا د زده کړو پر محتوا هم تاثير لري چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال يوازې «سوچه ايډيالوژيک محتويات» تدريس کېدل. اوس هم «د بشري او ټولنيزو علومو ټوله منځپانګه حذف شوې ده.»

يوه بله ستونزه دا هم بلل کيږي چې د اټکلونو له مخې تقريبا پنځوس سلنه افغان استادانو په اګست مياشت کې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې افغانستان ترک کړی دی.

Afghanistan I Erste Universitäten seit Taliban-Machtübernahme wieder geöffnet
د کندهار پوهنتون هم بېرته پرانيستل شوی دیانځور: AFP

د قوامي په خبره طالبان په اساسي ډول له آزادو زده کړو سره مخالفت لري او زیاتوي چې «هغوی خپل ايډيالوژيک تعريف لري او هر څه چې د واکمنۍ خلاف يې وي، دوی هڅه کوي چې مخه يې ونيسي.»

خو قوامي ټينګار هم وکړ چې اسلام زده کړو او ښوونو ته يو پرانيستی دين دی. مګر طالبان د ده په وينا له هغو خلکو ويره لري چې آزاد فکر ولري او انتقادي پوښتنې هم کولی شي مطرح کړي.

قوامي خبرداری هم ورکړ چې يو څو نسلونه به آزادو څېړنو او ښوونو ته د نه لاسرسي له کبله بې برخليکه پاته وي. قوامي د ښځينه او نارينه افغانانو له پاره د يوه آنلاين پوهنتون په جوړولو کې هم شريک دی ځکه چې د ده په اند په تېره ښځې د زده کړې له حق څخه محرومه پاته دي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د نجونو په مخ ښوونځي هم تر اووم ټولګي وروسته تړل شوي دي.

ن.ص./ن.ز.(epd)