کابل ښاريان د کوڅه ډبو سپيانو څخه شکايت کوي
۱۳۸۹ آبان ۱۱, سهشنبهد ځينو شمېرو له مخه دا وخت د كابل په ښاركي تر سلو زرو زيات كوڅه ډبه سپي ګرځي، چي د نسل په توليد سره ورځ تر بلي نور هم زياتيږي.
دغه سپي نه يوازي دا چي د ښار نظافت او پوزيشن يې ويجاړ كړى دى د ماشومانو او آن چي د لويانو د داړلو پيښي يي هم منځ ته راوړي دي چي په دي منيځ كي ليوني سپي هم ليدل سوي دي.
د کابل ښاريان شکايت کوي چي دغه سپي د شپي د نهو بجو وروسته په كوڅو او واټونو كي غاپي، او هر ښاري ته خوله اچوي ، او له دي پلوه يې زياته ويره او ترهه ماشومانو ته پيدا كړي ده.
د كابل ښاروالۍ معين عبدالرحيم زى وايي چي په دي برخه كي ورته د ښاريانو زيات شكايتونه رسيږي، خو هغه مخصوص درمل چي د سپيو د منځه وړلو لپاره په كاريږي ، هغه پاى ته رسيدلي دي، او د عامي روغتيا وزارت ورته نور درمل په واك كي نه دي وركړي.
خو د عامي روغتيا وزارت د چاپيريال ساتني ريس امان الله حسني بيا وايي، چي همدا اوس يې كابل ښاروالۍ ته درې كيلوګرامه تري نيم ذهر، چي د سپو د له منځه وړلو لپاره په كاريږي كابل ښاوروالي او نور اوويشت كيلوګرامه د بيلابيلو ولاياتو ښارواليو ته توزيع كړي دي.
حسيني وويل چي ددې كار د څارني او د مخصوصو درملو د استعمالولو لپاره يې دوه كسيز ټيم په كابل كي توظيف كړی دی ترڅو د كوڅه ډبو سپو په له منځه وړلو کي د ښاريانو شكاياتوته ځواب ووايي.
دا په داسي حال كي ده چي د كابل ښاروالۍ د كابل د ښار د پاكولو او سمبالولو په كاركي پاته راغلې ده ځكه خو د كلونو راهيسي د كوڅه ډبو سپو د له منځه وړلو كارته اوزګاره نه ده او اوس ددې نيمګړتيا ټوله پړه د عامي روغتيا پر وزارت اچوي.