کابل په نړي کي د سالداني د ناروغي پلازمينه ونومول شو
۱۳۸۹ مهر ۲۳, جمعهد افغانستان د روغتيا د وزارت چارواکو د چهارشنبه په ورځ د نړيوالو مرستندويو هيوادونو او سازمانو څخه د پرازيتي ناروغيو د درملني په اړوند، د مرستي غوښتنه وکړه. د دي چارواکو په حواله دغو ناروغيو د ميليونو افغانانو روغتيا تر تهديد لاندي نيولي ده.
د افغانستان د روغتيا وزيري، ډاکتر ثريا دليل، ويلي دي چي نړيوال بايد دغي مسألي ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. هغه وويل : «د نوموړي ناروغي د درملني د لوړ لګښت له امله مونږ نه شو کولاي چي هغه په عادي روغتيايي خدماتو کي شامل کړو.»
دغه ناروغي د انسان جلد شڼوي او څيره يي بدلوي. د افغانستان د سري مياشتي وياند، وليد اکبر د اسوشيتد پرس خبري آژانس ته وويل په ټول کابل کي يو کلينيک موجود دي چي د دغي ناروغي درملنه کوي.
دا په داسي حال کي ده چي د روغتيا نړيوال سازمان، د کابل ښار په نړي کي د سالداني د ناروغي پلازمينه نومولي دي. د دغه سازمان په حواله، سالدانه چي د يو ډول غوماشي په وسيله انسانانو ته ليږدول، يو له هغو ناروغيو څخه ده، چي د 13 ميليونو افغانانو روغتيايي تر تهديد لاندي راوستي ده.
د دغه سازمان چارواکي وايي چي شاوخوا 65000 کسان يوازي په کابل کي په 2009 کال کي د سالدا ني په ناروغي اخته شوي دي. دغه شمير د پخوا په کچه چه هر کال به 17000 کسان په دغي ناروغي اخته کيدل، ډير لوړ شوي دي.
په افغانستان کي د روغتيا د نړيوال سازمان استازي، پيتر ګراف وويل : « دغه شميرښايي يواځي سطحي وي، ځکه د دغي ناروغي ډير يپيښي ثبت شوي او يا رپوټ نه دي ورکړ شوي. د دي وجه دا ده چي د د ناروغي د تشخيص لپاره وسايل لږ دي او يا تشخيص ډير سخت دي. »
همدا رازد روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چي دغه ناروغي اوس هرات ته هم لمن غزولي ده، خو دغو چارواکو اضافه کړي ده چي د پشه خانو د استعمال سره د سالداني د ناروغي مخنوي کيداي شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي. عبدالباري حکيم