کابل: د پاسپورت دفتر مخې ته چاودنه شوې
۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبهد کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي چې د خپل نوم د ښودلو يې ډډه کړي ده رويټرز ته ويلي دي چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی روښانه نه دی. هغه همدا ډول په چاودنه کې د مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه هم څه نه دي ويلي.
دغه چاودنه داسې وخت شوې چې د طالبانو سرپرست حکومت د پنجشنبې په ورځو کې د پاسپورت ويش د طالب چارواکو او امنيتي ځواکونو ته جلا کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستيال، عاقل عزام بيا وايي چې يو حمله کونکی چې غوښتل يې د پاسپورت ریاست ته دننه شي، تر پيژندل کیدو وروسته وژل شوی دی.
که څه هم ويل کيږې دغه چاودنه چې د یو ځای پر ځای شوي ماین وه، تلفات يې هم اړولي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه پيښه تلفات نه لري. ځينې خبريالانو چې د دغې پيښې د خبري پوښښ له پاره سیمې ته تللي، ويلي دي چې د لوړو تلفاتو په خاطر دوی ته د پيښې ځای ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې. خو طالبان په خپله بیا په دې اړه څه نه وايي.
تر اوسه کوم فرد يا کومې ډلې د دغې حملې مسئوليت په غاړه نه دی اخیستی.
دغه چاودنه داسې وخت شوې چې په وروستيو ورځو کې طالبانو په کابل کې د پاسپورت د ویش لړۍ د بیا پيلیدو اعلان وکړ. له دې کبله په دې ورستیو کې د کابل د پاسپورت ادارې مخې ته د پاسپورت اخیستلو په موخه د راغلو خلکو زښته ډيره ګڼه ګوڼه وي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د کابل د نن ورځ چاودنې په اړه خبرونه خپاره کړي.