کابل: د مقناطيسي بم چاودنو دوه تنه پوليس وژلي
۱۳۹۹ دی ۶, شنبهاعلان
دغه دواړه پوليس د هغوی په موټر پورې د مقناطيسي بم تر نښلول کېدو وروسته د کابل په يوه مرکزي ناحيه کې د چاودنې د لارې ووژل شول. دغه خبره د پوليسو وياند، فردوس فرامرز خبريالانو ته کړې ده.
د هغه په خبره يو ملکي تن په دغه چاودنه کې ټپي شوی هم دی. د فرامرز په خبره يو دريم بم هم په کابل ښار کې چاودلی چې تلفات يې نه دي اړولي. په دې وروستيو مياشتو کې په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې مرګونی تاوتريخوالی ډېر شوی دی چې د بمونو تر څنګ راکټي بريدونه او هدفي وژنې هم رانغاړي.
د ډېرو دغسې بريدونو مسئوليت د اسلامي دولت په نوم جهادي ډلې منلی دی. په تېره ژورناليستان، سياسيون او د حقونو فعالين په زياتېدونکي کچه په نښه کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د سولې په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې هم دوام لري.
آ./ن.ص./ا.ا.