1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د دفاع د سرپرست وزير پر کور بريد کې اته تنه وژل شوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

د چارواکو په حواله د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير پر کور بريد کې اته تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي. په همدې حال کې په کابل کې د سړک د غاړې يوه ماين چاودنې هم درې تنه ټپيان کړي دي.

https://p.dw.com/p/3yVmm
Afghanistan | Explosion in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د چارواکو په حواله د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير پر کور بريد کې اته تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي. په همدې حال کې په کابل کې د سړک د غاړې يوه ماين چاودنې هم درې تنه ټپيان کړي دي. 

په کابل کې د ماين چاودنې دا پيښه د چهارشنبې په ورځ داسې وخت شوې چې تر دې يوه ورځ مخکې د افغانسان د ملي دفاع د سرپرست وزير بسم الله محمدي پر کور هم د موټربم برید شوی وو.
له کابل څخه د فرانسې خبري آژانس د پولیسو د ویاند، فردوس فرامرز له قوله ليکي چې د سړک غاړې ماین چاودنه، د «شهیدانو او معلولینو وزارت ته څيرمه شوې ده.»
تر دې يوه ورځ مخکې ماښام د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير، بسم الله محمدي پر کور د موټر بم بريد ترسره شوی وو. محمدي تر پيښې وروسته په یوه ويډيو کې وويل چې دی روغ دی، خو په برید کې يې څو تنه ساتونکي ټپيان شوي دي. په رپوټونو کې ويل شوي چې د هغه پر کور ټول بریدګر هم وژل شوي دي.

Afghanistan Konflikt Taliban Terrorismus
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance


خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نن چهارشنبې د معلوماتو له مخې، د کابل په شيرپور کې د محمدي پر کور په بيګاني برید کې د یوې ښځې په ګډون ۷ ملکي کسان وژل شوي او له شلو ډیر ټپیان دي. د دغه وزارت ویاند، میرویس ستانکزي ويلي دي چې ممکن د مرګ ژوبلې ارقام لوړ شي.
د رپوټونو په حواله د کابل د دغو پر له پسې چاودنو مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه اخیستی.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلاميه کې پر کابل دغه «تررویستي برید» غندلی او د هغې پړه يې پر طالبانو اچولې ده. د ارګ په اعلامیه کې راغلي دي: «طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام د هیوادوالو د الله اکبر سپېڅلې نارې د غلي کولو له پاره پرون ماښام د کابل ښار شېرپور کې د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل دي.»
د یادولو ده چې تیرماښام په کابل ښار کې خلکو د افغانستان د ملي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر نارو په ویلو د ښار واټونو ته راوتلي وو. د الله اکبر هشتک په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه توګه خپريږي.