1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سفر ولي وځنډول شو؟

۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، کابل ته خپل یو پلان شوی سفر ځنډولی دی. ظاهراً د هغه د سفر د ځنډ دلیل، د طالبانو له خوا د پاکستان د يوې غوښتنې له رد کیدو سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/45mkA
Pakistan Moeed Yusuf nationaler Sicherheitsberater
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

په پام کې وو چې معید یوسف د سه شنبې په ورځ د امنيتي او اقتصادي چارو د یوه مسلکي پلاوي په راس کې کابل ته ولاړ شي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وويل چې دغه سفر ځنډېدلی دی.

وزارت د سفر د شاته اچولو کوم دلیل نه دی ښودلی خو ويلي دی چې دغه سفر به بیا له سره تنظیم کړل شي.

چارواکو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې اصلي دلیل د طالبانو له خوا د پاکستان د هغه وړاندیز رد دی چې ویلي يې وو غواړی افغانستان ته د مسلکي کسانو يوه ډله واستوي تر څو د طالبانو له سرپرست حکومت سره مرسته وکړي.

د رپوټونو پر اساس، د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير، ملا امیر خان متقي، کابل ته د یوسف تر تلو دمخه ويلي دي: «موږ مرستې ته اړتیا نه لرو، که هغه د پاکستان هم وي او یا د کوم بل هیواد.»

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په یوه مرکه کې ويلي ول چې دوی له پاکستان څخه مننه کوي او افغانستان د مسلکي کسانو له لحاظه بسیا دی.

د طالبانو له خوا دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم عمران خان افغانستان ته د بشري قوي د استولو خبره کړې وه. د هغه دغو څرګندونو ته ځينو افغان سیاستوالو غبرګون ښوولی دی.

پر پاکستان باندې تور لګول کيږي چې په تیرو دوو لسیزو کې يې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد وسله واله جګړه کې د طالبانو ملاتړ کړی او ځای يې ورکړی وو. خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې د اسلام آباد او طالبانو تر منځ اړيکې سړې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له افغانستان سره پر ۲۵۰۰ کیلومتره پوله باندې د سیمي ګټارو نصبولو چارې جاري ساتلي دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.