1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او تهران گډي څيړني پيل کړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د افغانستان او ايران سرحدي کميسارۍ د هغي ادعا په اړه گډي پلټني پيلوي چي گويا د ايران سرحدي ځواکونو يو شمېر افغانان هريرود ته اچولي دي.

https://p.dw.com/p/3cAQE
Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان او ايران د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ خبرو اترو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د دغو هیوادونو سرحدي کميسارۍ د هغي ادعا په اړه چي د ايران سرحدي ځواکونو ځيني افغانان هريرود ته اچولي دي، گډي پلټني پيلوي.

د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کي ليکل سوي دي چي دغه څيړني به د هغه قرارداد له مخي پيل سي چي په ۱۳۳۵ کال کي د دواړو هيوادونو د سرحدي کميساريو ترمنځ لاسليک سوی دی.

په خبرپاڼه کي راغلي دي: «توافق سوی دی چي د دواړو هيوادونو سرحدي کميسارۍ د پيښي په ځای کي خپلي پلټني پيل کړي.»

د خبرپاڼي په حواله دغه څيړني د حقايقو موندلو په موخه د دواړو هيوادونو د سرحدي کميساريو له خوا کيږي. څه موده وړاندي د افغانستان حکومت د دغي پيښي د بررسي کولو له پاره يو لس کسيز هيئت د ايران سرحد ته لېږلی وو.

د افغانستان د حقيقت موندلو کمېټې د پيښي په ځای کي د ځينو افغان کارگرو د ډوبيدو په اړه پلټني پيل کړي دي. د دوی څيړني ښيي چي په دغه پيښه کي د هغو ۴۶ کسانو له ډلي څخه چي ايران ته تلل، لس کسان مړه سوي، ۱۷ ورک او ۱۹ ژغورل سوي دي.

خو ځيني ژغورل سوي کسان او چارواکي د قربانيانو شمېر زيات گڼي. څه موده وړاندي د هرات چارواکو په هريرود کي د «نورو ۱۲ جسدونو د موندلو» خبر ورکړی وو. ژغورل سوو کسانو هم ويلي ول چي دوی ۹ جسدونه روغتون ته انتقال کړي دي.

دغو شمېرو ته په کتو سره نو له هريرود څخه د راايستل سوو مړو شمېر ۲۱ کسانو ته رسيږي. د قربانيانو کورنيو او ژغورل سوو کسانو ادعا کړې ده چي هغه ۵۳ افغان کارگران چي په غيرقانوني توگه د ايران خاوري ته اوښتي ول، د ايران سرحدي ځواکونو تر وهلو او شکنجې وروسته هريرود ته واچوله. ايران بیا د افغانانو د نيولو او رود ته د اچولو خبرده رد کړې ده.