ژولیا پارسي د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه وګټله
۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبهپه افغانستان کې ښوونکې ژولیا پارسي او د تاجکستان زنداني وکیل منوچهر خالق نظروف، د سه شنبې په ورځ د مارتین انالز هغه جایزه وګټله، چې د بشري حقونو د نړۍ تر ټولو معتبره جایزه ده. دمارتین انالز بنسټ د هغوی د »بې ساري زړورتیا« ستاینه وکړه.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنیدو وروسته ژولیا، د افغان متعرضو ښځو د لاریونونو تنظیم کوونکې وه، چې له همدې کبله د طالبانو له لوري زنداني شوې وه.
همدا راز تاجيکستانی وکیل او د بشري حقونو فعال منوچهر خالق نظروف، د خپلو بشري حقونو د فعالیتونو په تړاو په ۱۶ کاله بند محکوم شوی دی.
د یادې جایزې د منصفه هیئت رئیس هانس تولن، ددې دوو په ټراو وویل چې دا دوه «استثنايي ګټونکي» دي چې «په افغانستان او تاجيکستان کې یې د عدالت او برابرۍ د تامین لپاره خورا لوړ قیمت ادا کړی او نړیواله ټولنه په سیمه کې د جیوستراتیژکو ګټو د مبارزې ترڅنګ له دوی څخه باید ملاتړ وکړي.»
ژولیا پارسي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې، کله چې یې خپله دنده له لاسه ورکړه او لوڼې یې له زده کړو محرومې شوې، د ښځو د حقونو لپاره فعالیت پیل کړ.
هیئت منصفه ویلې چې پارسي د «افغانستان د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ» په جوړولو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د تګلارو او کړنو پر وړاندې د مبارزې لپاره خلک هڅولي دي.
د جایزې هیئت همدا ډول زیاته کړې چې پارسي «د شته خطرونو سره سره د عامه لاریونونو په تنظیمولو کې د پام وړ مقاومت ښودلی دی.»
پارسي د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې له خپل زوی سره د طالبانو له خوا نیول شوې وه. د مارتین بنسټ ویلي چې هغه «له دریو میاشتو شکنجو او بد چلند وروسته خوشې شوه او دا ددې لامل سو چې د طالبانو د ظلم او جبر په وړاندې د مقاومت کولو هوډ یې نور هم پیاوړی سي.»
د مارتین انالز جایزه، د بخښنې نړیوال سازمان د لومړي سرمنشي په نوم نومول شوې، چې لومړی ځل په ۱۹۹۶ کې ورکړل شوه.
د جایزې په هیئت کې د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د بشري حقونو د لسو نامتو سازمانونو استازي شامل دي.
د جایزې د ورکړې مراسم به د روان کال د نوامبر پر ۲۱ د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.
(AFP) Sh/A B/S