1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډوبو سوو مهاجرو ته په ايټاليا کي هديره جوړيږي

۱۳۹۷ دی ۴, سه‌شنبه

په ايټاليا کي د يوې داسي لويي هديري د جوړولو کارونه پېل سوي چي پکښي هغه مهاجر ښخيږي چي د مهاجرت پر لار په اوبو کې ډوب سوي دي.

https://p.dw.com/p/3AcY4
Mittelmeer Flüchtlingskatastrophe
انځور: Reuters/Y. Behrakis

په دغه هديره کي به هغه مهاجر خاورو ته سپارل کيږي چي اروپا ته د مديترانې له لاري د ځان رسولو په هڅه کي ډوب سوي وي. د دغې هديرې د جوړېدو کارونه به په راتلونکي کال کې بشپړه سي.

د دغې هديرې د جوړېدو په تړاو معلومات د «واتيکا نيوز» په نوم رسنۍ ورکړي دي. زياته سوې ده چي دغه هديره به د ايټاليا په سويل تارسيا سیمه کي جوړه سي.

په خبر کې راغلي دي چي په دغه هديره کي به نه يوازي قبرونو ته ځای ورکړل سي، بلکه د ۳۰ زرو مربع متر په ساحه کي به اروپا ته د مهاجرت کولو په هڅه کي د ډوب سوو په زرونو نارينه وو، مېرمنو او ماشومانو د ياد تازه ساتلو په مقصد د يادون ودانۍ او څلی هم جوړ کړل سي.

د خبر له مخي به دغې هديرې ته د ډوب سوي سوريايي ماشوم ايلان کوردي نوم ورکول سي. دغه ماشوم له ترکيې څخه يونان ته له خپلې کورنۍ سره د کښتۍ په مرسته د اوښتلو په هڅه کي ډوب سوی ؤ. د دغه ماشوم مړی اوبو د ترکيې ساحل ته راوړی ؤ. د ايلان کوردي د مړي انځور چي په ټوله نړۍ کي د سرليکونه سبب سو، په مديترانه کي د ډوب سوو مهاجرو يو سمبول بلل کيږي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په حواله يوازي د ۲۰۱۸ م کال (د ډسمبر تر ۲۴مې) پوري ۲۲۴۱ انسانان د سمندر له لاري اروپا ته د تگ په هڅه کي ډوب سوي او يا لادرکه سوي دي.