1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک پر حجاب تر بندیز وروسته لومړنۍ میرمن جریمه کړې

۱۳۹۷ مرداد ۱۳, شنبه

په ډنمارک کې د برقې یا حجاب د جنجالي قانون تر تصویب وروسته، یوه ۲۸ کلنه میرمن په عامه بازار کې د حجاب یا برقې د اغوستلو په جرم جریمه شوې ده. د اګست میاشتې وروسته په دغه هیواد کې په عامه ځایونو کې پر برقې بندیز وضع شوی.

https://p.dw.com/p/32c7w
Dänmark Demo gegen Burkaverbot in Koppenhagen
انځور: Reuters/Mads Claus Rasmussen

د ډنمارک ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د دې هیواد پولیسو د نقاب یا اسلامي حجاب د اغوستلو په جرم یوه ۲۸ کلنه مسلمانه میرمن جریمه کړې ده. په دې ترتیب سره په دې اروپايي هیواد کې د اسلامي حجاب چې د مخ په ګډون د ټول بدن پټول پکې شامل دي، د جنجالي قانون ترتصویب وروسته دا لومړۍ میرمن ده چې د حجاب د قانون ماتولو په جرم جریمه کیږي. ډنمارک د تیرې چهارشنبې په ورځ یعنې د ۲۰۱۸ م کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیټه یو داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې د دې هیواد په عامه ځایونو کې پر برقې بندیز وضع شو.

د ډنمارک د قانون په اساس پولیسو له دغې ۲۸ کلنې میرمنې څخه غوښتي چې یا خپل نقاب لیرې کړي او یا دغه عامه ځای ترک کړي. هغې وروستی غوښتنه ومنله یعنې دغه عامه ځای یې ترک کړ. پوليسو دغې مېرمني ته ويلي چي وروسته به يې کور ته يو لیک هم ولېږل شي د کوم سره چي به يوه جريمه پاڼه هم مل وي. په دې توګه به دغه مېرمنه ۱۰۰۰ کرونه چې د شاوخوا ۱۵۶ ډالرو معادل کیږي، جريمه شي.

په دغه سیمه کې په دنده ګمارل شوي د پولیسو افسر ډیویډ بورچرسن د ریتزاو په نامه خبري آژانس ته ویلي چې د کوپنهاګن ښار په شمال کې د هورشولم ښار کې یوه بازار ته هغه وخت پولیس راوغوښتل شول کله چې د هغه په وینا په دغه بازار کې یاده میرمن له یوې بلې میرمنې سره په جنجالي خبرو بوخته وه. بورچرسن زیاته کړې چې د جګړې پر مهال د هغې نقاب لویدلې وو او کله چې موږ سیمې ته ورسیدو هغې خپل نقاب بیرته اغوستی وو.

پولیسو اوسمهال په دې سیمه کې د څار امنیتي کامرې ګوري ترڅو دا معلومه کړي چې آیا د هغې نقاب په قصدي توګه له مخ څخه لیرې کړل شوی او که نه. د کوپنهاګن پوسټ ورځپاڼې په حواله دواړې میرمنې د آرامۍ د خرابولو په جرم محکومې شوي دي.

په ډنمارک د نوي تصویب شوي قانون له مخې په عامه ځایونو کې د بشپړ حجاب چې د یوې میرمنې ټول بدن پکې پټ وي او یوازې سترګې یې ښکاري، منع ګرځول شوی دی. د دې قانون مخالفین دغه کار ته د مهاجر ضد احساساتو په سترګه ګوري، خو د قانون پلویان بیا وايي چې دغه اقدام د ډنمارک په ټولنه کې د مسلمانانو د ښه ادغام کیدو سبب ګرځي.