1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک پر ايران باندي د حملې د پلانولو تور لگوي

۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبه

ویل کیږي چي ایران د یوه سازمان کړل سوي کوماندو په مرسته په ډنمارک کي پر استوگنو درو ایرانیانو باندي حمله پلان کړې وه. ډنمارک اوس غواړي چي اروپايي ټولنه پر تهران باندي بندیزونه ولگوي.

https://p.dw.com/p/37QRj
Shooting at Tivoli Gardens in Copenhagen
انځور: picture-alliance/dpa/D. Aolak

د ډنمارک د داخلي استخباراتو (PET) رئیس، فین بورش اندرسن ویلي دي چي د پلان سوي حملې هدف د «اهواز ازادولو عربي جنگیاليو غورځنگ» شکمن غړي ول. اهواز د ایران په جنوب غرب کي پروت یو ښار دی چي اکثریت اوسیدونکي یې عربان دي.

د همدې اکتوبر میاشتي پر ۲۱ لا په سويډن کي یو ایران الاصله نارویژئ نیول سوی وو. د سویډن استخباراتو پر هغه باندي شک کړی وو چي د ایران د استخباراتو له پاره کارکوي او په ډنمارک کي یې یوه حمله پلان کړې ده.

په ایران کي حمله؟

د همدې عیسوي کال د سپټمبر میاشتي په آخره کي ایران پر ډنمارک، هالینډ او انگلستان باندي تور ولگاوه، چي «د تروریستي گروپ ځینو غړو ته یې ځای ورکړی دی». ايران ادعا کړې ده چي په اهواز کي پر یوه نظامي رسم گذشت باندي د حملې مسؤلیت دغه گروپ پر غاړه لري.

د سپټمبر پر ۲۲مه په دغه حمله کي ۲۴ انسانان ووژل سول. ددغي حملې مسؤلیت د «اهواز د ازادولو عربي جنگیالي غورځنگ» تر څنگ داعش هم پر غاړه اخیستئ ؤ.

Dänemark Anders Samuelsen, Außenminister in Kopenhagen
انځور: Reuters/M. Sylvest/Ritzau Scanpix

د ډنمارک خارجه وزیر اندرس ساموئیل په خپل تویتر کي لیکلي ول، چي په ډنمارک کي د ایران رفتار «هیڅ د منلو وړ نه دی.» د ډنمارک حکومت به تهران ته مراجعه وکړي او له اروپايي انډیوالانو سره به «پر نورو تدابیرو» باندي خبري وکړي.

د ډنمارک حکومت غواړي په اروپايي ټولنه کي د ایران پر ضد د تعزیراتو له پاره مبارزه وکړي او د هغه د وضع کولو کوښښ وکړي. ویل کیږي چي په کوپنهاگن کي د ایران سفیر، خارجه وزارت ته احضار سوی او په تهران کي د ډنمارک سفیر د مشورو له پاره کوپنهاگن ته ورغوښتل سوی دی.

د ډنمارک د استخبارتو د رئیس اندرسن څرگندونو له اوونیو راهیسي د ډنمارکي رسنیو هغه اوازې پای ته ورسولې چي دغه هيواد ولي د سپټمبر پر ۲۸ باندي د څو ساعتونو له پاره له سويډن سره ټوله پلونه بند کړی ول او په سونو پولیس او پوځیان یې په عملیاتو گومارلي وه.

د استخباراتو د معلوماتو پراساس دغه تدابیر ددې له پاره نیول سوی ول، چي د ایران د پلان سوي حملې مخ راوگرځول سي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(20.03.2017)