1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

ډبليو اچ او: د اومیکرون د «ډیر لوړ» خطر څخه خبرداری ورکړ

۱۴۰۰ دی ۸, چهارشنبه

د روغتیا نړيوال سازمان د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اومیکرون «ډير لوړ» خطر لا هم موجود دی او دا کیدای شي د روغتيايي خدماتو سیستمونه مغلوب کړي. د کرونا اومیکرون بڼې خپریدل په ډيرو هیوادونو کې د ريکارډ سبب شوې ده.

https://p.dw.com/p/44wfL
Coronavirus Rostock | Patienten auf der Intensivstation
انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د تیرې اوونۍ په جریان کې د نړۍ په سطحه د کرونا مثبتې پيښې ۱۱ سلنه ډيرې شوي دي. دې سره د چين، آلمان او فرانسې په څير هیوادونو حکومتونه له ستونزو سره مخ کړي چې څنګه د کرونايي محدودیتونو او د اقتصادي او ټولنیز فعالیتونو د آزاد پریښودو تر منځ توازن رامنځ ته کړي.

هالند او سويس ويلي دي چې اوميکرون يې پر هیوادونو غلبه کړې ده. ځینو مطالعاتو ښودلې چې دغه وضعیت د خفیفې کويډ ۱۹ سبب ګرځیدلی شي او د روغتيا نړیوال سازمان بيا د احتیاط څخه د کار اخیستنې سپارښتنه کړې ده.

د روغتيا نړیوال سازمان د کويډ ۱۹ اړوند په خپل تازه اوونیز رپوټ کې ويلي دي چې «د اومیکرون نوې بڼې په اړه د عمومي خطر اندېښنه لا هم په ډیر لوړ حد کې پاتې دي.»

د فرانسې خبري آژانس د دغه سازمان له قوله زیاتوي: «موجوده شواهد ښيي چې د اومیکرون بڼې د رشد وخت، د دلتا بڼې په پرتله له دوو تر درې ورځو پورې دوه برابره دی.»

د روغتیا نړیوال سازمان ارقام ښيي چې په اوس وخت کې بريتانيا، سويلي افریقا او دنمارک د نړۍ په سطحه د ابتلا تر ټولو لوړې پيښې لري، خو دوی ويلي دي چې په روغتون کې د بستري کولو له اړخه د ديلتا په پرتله د اومیکرون خطر کم دی.

خو دوی زیاته کړې ده چې د اومیکرون د واقعي شدت باندې د پوهیدو له پاره لا ډيرو معلوماتو او تجربو ته اړتیا شته.

په اروپا کې د روغتيا نړیوال سازمان د کرونايي پیښو مسئولې، کترینا سمالوود خبری داری ورکوي چې د دغو څيړنو باوجود د اومیکرون رشد چټک دی او دا کیدای شي په لوړ شمیر کې د ناروغانو د بستري کيدو سبب وګرځي په ځانګړې توګه په هغو افرادو کې چې واکسین شوي نه دي.

د اروپا په اړه ویل کيږي دغه لويه وچه يو ځل بيا د کرونا وبا په مرکز باندې اوښتې ده. فرانسې، بریتانیا، يونان او پرتګال د سه شنبې په ورځ د پيښو لوړ ريکارډونه درولود. فرانسې رپوټ ورکړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ېې په کرونا ناروغۍ د ابتلا ۱۸۰ زره پيښې ثبت کړي دي.

د کرونا ويروس باندې د اخته کیدو لومړنۍ پیښه د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې په چین کې ثبت شوه چې بیا دغه ویروس د نړۍ نورو برخو ته هم ورسید. دغې ناروغۍ تر اوسه په نړۍ کې د څه باندې ۵ اعشاريه ۴ ميلیونه انسانانو ژوند اخیستی دی.