1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرآسیا

چین خپلو اتباعو ته بیرته پاسپورټونه ورکوي

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د کرونا صفر ستراتیژۍ تر ختمیدو وروسته چینایان کولای سي ډیر ژر بیرته خارج ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/4LUVZ
Reisepass I Passport I Hongkong China
انځور: Kin Cheung/AP/picture alliance

لکه څنګه چي د چین د مهاجرت چارواکو ملي ادارې پرون سه شنبه خبر ورکړ، هغه چینایان چي غواړي خارج ته سفر وکړي، د راتلونکي کال د جنورۍ له اتمي نېټې څخه کولای سي د پاسپورټونو اخیستلو عریضې وسپاري. 

د کرونا وبا تر شروع لږ وروسته چین د توریستي سفرونو په خاطر د نوو پاسپورټونو ورکول منع کړل. تر هغه راوروسته یوازي عاجلو تجارتي سفرونو او یا په خارج کي تحصیلي اقامت ته ویزې او پاسپورټونه توزیع سول.