1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د عمران خان څلور ورځنې سفر پای ته ورسید

۱۴۰۰ بهمن ۱۷, یکشنبه

چین ته د خپل څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ د پاکستان لومړي وزیر د چین او ازبکستان له ولسمشرانو سره ولیدل. د چین ولسمشر عمران خان ته د بشپړې همکارۍ، په سي پيک پروژه کې د مرستې او په پاکستان کې د لا زیاتې پانګونې ډاډ ورکړی

https://p.dw.com/p/46bIJ
Pakistan Premierminister Imran Khan besucht China Xi Jinping
انځور: Sheng Jiapeng/dpa/picture alliance

د چین ولسمشر شي جن پنګ د یکشنبې په ورځ په بیجینګ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل. عمران خان د ازبکستان له ولسمشر سره هم ولیدل او له دې سره چین ته د هغه څلور ورځنۍ دوره هم پای ته ورسیدله.

د عمران خان د دغه څلور ورځني سفر هدف د المپيک د ژمنیو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کول وو، ځکه څو لویدیځو هیوادونو دغه لوبې بایکاټ کړې وې او پاکستان غوښتل په دې برخه کې له چین سره خپل پيوستون ښکاره کړي.

داسې اطلاعات هم موجود دي چې د اسلام آباد حکومت له چین څخه د درې میلیارده ډالره پور ترلاسه کولو او شپږو څانګو کې د پانګونې غوښتونه لري. خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې آیا په دې برخه کې کوم پرمختګ رامنځته شوی دی او که نه؟

پاکستان د اقتصادي مرستې او همکارۍ په برخه کې تر ډیره د چین پورې تړلی دی. د چین کمونیستي هیواد مخکې تر دې هم په پاکستان کې د اقتصادي دهلیز پر پروژې د میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د پاکستان او چین د همکارۍ لا زیات چانسونه

د یکشنبې په ورځ په بیجینګ کې د ملاقات پر مهال د چین ولسمشر عمران خان ته په سي پیک پروژه کې د لا زیاتې همکارۍ او پانګونې ډاډ ورکړ. هغه وویل چې په مخ پر بدلیدونکي نړۍ کې د پاکستان او چین خپلمنځي اړیکې ډیرې مهمې دي. د چین ولسمشر وویل چې هغه په ځینو نورو برخو کې هم له پاکستان سره د همکارۍ فرصت ویني.

عمران خان د کرونا ویروس وبا په دور کې په بریالیتوب سره د المپیک لوبو د پيلولو له امله د چین ولسمشر ته مبارکي ورکړه. نوموړي د پاکستان او چین پر دوستۍ هم رڼا واچوله.

د پاکستان لومړي وزیر د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو پر مسئلې هم د چین له ولسمشر سره خبرې وکړې. سربیره پر دې خان په افغانستان کې د امنیت د ثبات په برخه کې د چین او پاکستان همکاري اړينه وبلله.

د ازبکستان له ولسمشر سره ملاقات

عمران خان په بیجیګ کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت مرزایوف سره ولیدل. دواړو مشرانو د خپلو هیوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري ارتباطاتو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې د خپلو اړیکو پر زیات پراخولو ټینګار وکړ. په دې ترڅ کې پر سیمه ایزو مسائلو هم خبرې وشوې.

په همدې منځ کې شي جن پنګ همدا نن د پولنډ له ولسمشر سره هم ولیدل. هغه د المپيک له ژمنیو سیالیو څخه د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو د زیاتولو له پاره هم استفاده کوي او په تیرو دوو ورځو کې یي د څو هیوادونو له مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.

یوه ورځ مخکې تر دې عمران خان د خپل حکومت د کابیني د څو تنو غړو په ګډون د چین له لومړي وزیر لی چیانګ سره هم لیدلي وو.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح