1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چک جمهوریت، پولنډ او ډنمارک هم له آلمان سره خپلې پولې تړي

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

د کرونا د خپریدو سره مبارزې له پاره ډنمارک، چک جمهوريت او پولنډ له آلمان سره خپل سرحدونه بندوي. نړیوال روغتیایي سازمان وایي چې اروپا اوس د کرونا د وبایي ناروغۍ پر نړیوال مرکز بدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3ZQI3
Bildergalerie Corona Tschechien Grenzkontollen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

چک جمهوريت، د تیرې شپې (د مارچ میاشتې ۱۴ ڼیټه) له نیمایي راهیسې له آلمان او اتریش سره په خپلو سرحدونو کې کنترول له سره پیل کړی دی. د سرحدونو د تړل کیدو دلیل د کرونا ویروس خپریدل ښودل شوي دي.

آلمان، اتریش، سویس او ۱۲ نورو هیواونه چې د کرونا خطر لرونکو هیواونو په کتار کې راځي، د اروپایي اتحادیې نورو غړو هیواونو ته د سفر اجازه نه لري او دغو هیوادونو ته یې د ورتګ مخه نیول کیږي. د کرونا ویروس د انتقال او پراخیدو د مخنوي په خاطر د چک جمهوريت اتباع هم آلمان او اتريش ته د راتګ اجازه نه لري.

سويس هم په خپلو سرحدونو کې د هغو له جملې څخه له آلمان سره یو وار بیا کنترول پیل کړی دی.

په شمال او شمال ختیځ کې د آلمان ګاونډیانو پولنډ او ډنمارک هم د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې له آلمان سره د خپلو سرحدونو د بندولو خبر ورکړی دی.

د پولنډ د لومړي وزیر موراویه تسکي، په خبره هیواد به یي د یکشنبې ورځې(د مارچ میاشتې له ۱۵ نیټې) څخه د نورو هیوادونو اتباعو ته پولنډ ته د ورتګ اجازه ور نه کړي.

ډنمارک هم له شنبې ورځې د غرمې له ۱۲ بجو وروسته له آلمان سره خپل سرحدونه تړي.

د نړیوال روغتیایي سازمان له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې په آلمان کې تر اوسه پورې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه د کرونا پر ویروس اخته او د ۸ تنو مړینه تائیده شوې ده. بل لور ته یو تن آلماني تبع په مصر کې د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره د آلمان د ۱۶ ایالتونو له ډلې څخه په ۱۴ کې یې تیره ورځ (د مارچ میاشتې له ۱۳ نیټې) ښونځي او وړکتونونه رخصت کړای شوي دي.

یوازې په ایټالیا کې ۱۷۶۶۰ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي دي. د دغه هیواد له خوا د خپرو شویو رسمي شمیرو له مخې تر اوسه پورې ۱۲۶۶ تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اروپا د کرونا وباء د خپریدو مرکز

نړیوال روغتیایي سازمان اروپا د کرونا ویروس تر شدیدې اغیزې لاندې سیمې په توګه یاده کړې ده. په اروپا کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو او قربانیانو مجموعي شمیر چې د مختلفو اروپایي هیوادونو له خوا اعلان شوي دي، له چين پرته په نورو ټولو هیوادونو کې د اخته کسانو له مجموعي شمیر څخه زیات دی. د نړیوال سازمان د روغتیایي چارو مسئول تدروس ادهانوم، وایي اروپا په نړۍ کې د کرونا وباء پر مرکز بدل شوی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا