1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

چينايي لوبغاړي پر ځان د جنسي تیري خبره رد کړه

۱۴۰۰ آذر ۲۹, دوشنبه

د چین د ټینس لوبغاړې پینګ شوای له بهرنیو رسنیو سره په یوه ویډیويي مرکه کې پر ځان د شوي جنسي تیري خبره رد کړه. هغې وویل: «ما هیڅکله هم دا نه دي ویلي یا نه دي لیکلي چي ګويا چا پرما جنسي تيری کړی دی.»

https://p.dw.com/p/44a3z
2017 China Open - Day 8 | Pressekonferenz: Peng Shuai
انځور: VCG/MAXPPP/picture alliance

تر دې دمخه پینګ شوای د چین یو لوړ پوړی چارواکی د جنسي برید په تور تورن کړی وو. د چین د ټینس دغي ستورۍ د ډسمبر مياشتي پر ۱۹ نېټه وویل چې هغې پر هیچا باندي د جنسي تيري تور نه دی لګولی او په ټولنیزو رسنیو کې د هغې له لیکلي پوسټ څخه غلطه انتباه اخیستل شوې ده.

پینګ شوای په هغه ویډیو کلیپ کې چې د سنګاپور د یوې رسنيزي ادارې «لیهانهي زاوباو» له خوا خپره شوې ده ویلي دي: «زه تر هر څه دمخه پر یوې ډېري ضروري خبري تاکید کول غواړم او هغه دا چی ما دا هیڅکله هم نه دي لیکلي چي ګوندي چا پر ما جنسي تیری کړی دی. زه دا خبره په وار وار او په واضح ډول ردوم.«

پینګ شوای د چین پر یوې ډله ايزي رسنۍ »ویبو» باندي خپل اصلي پوسټ ته د خلکو پام واړوه او ويې ویل: »تر کومه چي د (ویبو) موضوع ده دا زما په شخصي حریم پوري اړه لري. په دغه موضوع کي ډېري غلط فهمۍ رامځته شوي دي. زما له خبرو نه غلط تفسیر نه دی په کار.«

د پينګ شوای د وضعیت په اړه اندېښنې

د ښځو د ټینس نړیوالي اتحاديي (ډبلیو ټي آي) د ډسمبر مياشتي پر شلمه نېټه او د پینګ شوای تر خبرو وروسته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي: «د دپینګ شوای د وضعیت، په خبرو کې يې د سانسور او د نه شتون په اړه د دغي اتحادي غټي اندېښنې نه دي کمي شوي.«

Zeitungs-Internetseite zaobao.com.sg mit Peng-Shuai-Video
د نړیوال ټینس لوبغاړی پینګ شوایانځور: zaobao.com.sg

د نړیوالو ټینس لوبو درې ځلي ګټونکې آو پخوانۍ لومړۍ درجه ټینس لوبغاړې پینګ شوای، د روان کال د نومبر مياشتي پر دوهمه، پر ټولنیزو رسنیو د يو لیکلي پوسټ نه وروسته په ناڅاپي ډول ورکه شوه.

هغې په خپل دغه لیکنه کې د چین يو سياستمدار «ژانګ ګاولي» تورن کړی وو چي ګوندي پر پينګ شوای يې د جنسي تیري هڅه کړې وه.

پر ټولنیزو رسنیو د چین څارګري ادارې دا پوست ډیر ژر پاک کړ. د پینګ شوای تر ورکیدو وروسته په چین کې د تینس لوبغاړو میرمنو اتحاديي (ډبلیو ټي آی) د ښځینه لوبغاړو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د یوې اعلاميې په ترڅ کې يې په ټورنمټ کي د ښځو د نه ګډون اعلان وکړ.

خو پينګ شوای د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې هغه په بیجینګ کي په ارامه خپل کور کې ناسته ده. هغې وویل چې په نوامبر میاشت کي يې د (ډبلیو ټي آی) مشر اسټیو سایمن ته په استول شوی لیک کی د جنسي تیري په هکله خبره رد کړې ده.

سایمن هغه مهال ویلي ول باور يې نه کيږي چي دغه ایمیل به په خپله شوای لیکلی وی او که نه.

پينګ شوای په خپلو وروستیو خبرو کې د پخواني سياستمدار ژانګ ګاولي نوم نه دی اخستی.

د بیجینګ ژمنویو لوبو ته یوازي څو اونۍ پاته دي او یادي چینايي لوبغاړي د همدی مودې په ترڅ کي دوه ځلي د ويډيو له لاره د المپیک له نړیوالي کمېټې سره خبري کړي دي.

ع. ب/ ن. ز (دويچه ویله اردو)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب