1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د امريکا له خوا پر ټيک ټاک بنديز ته سخت غبرګون ښوولی

۱۳۹۹ شهریور ۲۹, شنبه

د هغه وروسته چي د متحده آيالاتو حکومت د چين پر ټيک ټاک نومي ويډيويي‌ سافټ وير بنديز ولګاوه، پيکنګ اوس متقابل اقدام کړی.‌ آيا بيا به د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي جګړه نوره پسې تنده شي؟ بشپړ مطلب دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/3iiWr
Peking Hauptquartier ByteDance |  Muttergesellschaft der Video-Sharing-App TikTok
انځور: Greg Baker/AFP/Getty Images

د متحده آيالاتو له خوا پر چينايي شرکتونو لکه ټيک ټاک او هُوايي باندې د بنديزونو په غبرګون کې چين متقابل تدابير وضع کړي دي. په پيکنګ کې د سوداګرۍ وزارت ويلي چې د غچ اخيستلو يو ميکانيزم يې فعال کړی دی. په دغسې تدابيرو کې نقدي جريمې، د وارداتو او صادراتو بنديزونه يا پر بهرنيو شرکتونو او افرادو باندې د پانګونې او سفر بنديزونه هم امکان لري کله چې د چين «ملي امنيت» ته ګواښ پېښ او «له منل شوو نړيوالو اقتصادي او تجارتي مقرراتو» څخه سرغړونه پکې وشي.

دغه اقدام چې اساسي ټکي يې لا تر مخه اعلان شوي‌ ول، د کتونکو په اند په ښکاره توګه د متحده آيالاتو شرکتونه خپل هدف ګرځوي. متحده آيالات له اوږدې مودې راهيسې د تجارتي مسايلو په سر له چين سره شخړه لري او په دې برخه کې د بنديزونو يو ليست يې ترتيب کړی دی. امريکا د نورو تر څنګ د چين د تليکام لوی شرکت «هُوايي» د 5G موبايل له مخابراتي شبکې څخه له داوطلبۍ حذف کړی دی.

تر نوامبره پورې ضرب الاجل

د متحده آيالاتو حکومت د جمعې په ورځ‌ اعلان وکړ چې د يکشنبې ورځې وروسته به د ګوګل او اپل د لارې د چين د ويډيويي سافټ وير ټيک ټاک ډاونلود يا ښکته کول بند کړي. د امريکا د سوداګرۍ وزارت دغه پرېکړه چې د خبرو اترو وي چېټ پروګرام پکې هم شامل دی،‌‌ د متحده آيالاتو ملي‌ امنيت ته په ګواښ پېښولو توجيه کړه. خو د تاکل شوي ضرب الاجل له مخې د نومبر تر ۱۲مې پورې لا وخت شته چې د ټيک ټاک له کبله راټوکېدلې اندېښنې رفع کړل شي.

پيکنګ ورپسې د «ځورونو» څخه خبرې کولې او څرګنده يې کړه چې واشنګټن په جدي توګه د اړوندو شرکتونو قانوني حقونه تر پښو لاندې کوي او د بازار عادي نظام ته خنډونه جوړوي. په خبره يې پر «اړينو ګامونو» باندې غور کيږي څو د چين ګټې خوندي کړل شي.

د متحده آيالاتو ولسمشر ترمپ پر ياد ويډيويي اپليکيشن تور لګوی چې د چين په ګټه جاسوسي کوي، چې اړونده د بايټ‌ دانس شرکت دغه خبره په کلکه ردوي. د بلومبرګ په نوم خبري اژانس په حواله بايټ دانس د جمعې په ماښام لا په واشنګټن کې په يوه فدرالي محکمه کې شکايت کړی دی، څو پر ډاونلود د دغه بنديز مخه ونيسي. 

آ./ن.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(25.05.2018):