1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چاودنې په کابل کې د بشري حقونو کمېسیون دوه غړي وژلي

۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د شنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې د دغه ادارې دوه غړي په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3eQhN
Afghanistan Selbstmord-Anschlag Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په خبره دغه دواړه کسان هغه وخت ووژل شول، چې د هغوي په موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم وچاودید.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز دغه برید تائید کړی دی، چې لا تر اوسه یې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر «یوناما» هم دغه وژنې غندلې دي. یوناما د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې «د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې بریدونه هیڅ توجیه نه لري.» یوناما ژر د دغه پيښې د څیړنې له پاره غږ هم کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د دوو کارکوونکو د وژنې پيښه په کابل کې د دوو څارنوالانو تر وژل کیدو یوه اوونۍ وروسته رامنځ ته کیږي. دغه څارنوالان له کابل څخه د باندې په یوه وسله وال برید کې وژل شوي وو.