1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۱۰۰ طالب جنګیالي او ۲۰ امنیتي سرتیري‌ سره تبادله کیږي»

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

یوه جګپوړي امنيتي چارواکي ویلي‌ چې نن افغان حکومت ۱۰۰ تنه طالب زندانیان او په بدل کې یې طالبان ۲۰ تنه امنیتي سرتیري له خپلو زندانونو آزادوي.‌ د سولې تر توافق وروسته دا د دواړو لورو ترمنځ لومړی مهم ګام شمیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/3aKyK
Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

یوه جګپوړي امنیتي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي‌ دي چې ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ به أفغان حکومت ۱۰۰ تنه طالب زندانیان او په بدل کې یې طالبان ۲۰ تنه افغان امنیتي سرتیري آزاد کړي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو دغه تبادله، د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي توافق په برخه کې د اعتماد جوړونې له پاره مهم ګڼل کيږي.

د امریکا او طالبانو د تړون پر اساس،‌ د بین الافغاني خبرو تر پیلیدو مخکې باید افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ تنه زندانیان آزاد کړي او په بدل کې یې طالبان اړ دي چې د امنیتي سرتیرو ۱۰۰۰ تنه سرتیري له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي،‌ خو څو ورځې وړاندې د دې ډلې ویاند د زندانیانو د آزادیدو د بهیر د تنظیم له پاره کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی وو.‌

دلته د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای سئ!