1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: کابل کي بمي او وسله والو بريدونو ۳ انسانان ووژل

۱۳۹۹ آذر ۲۳, یکشنبه

د کابل پوليس وايي چي د بم او وسله والو بريدونو په بيلو پيښو کي د يکشنبې په ورځ په کابل کي ۳ انسانان ووژل سول. د شنبې په ورځ پر دغه ښار د توغنديو لګېدنې هم مرګژوبله رامنځ ته کړې وه.

https://p.dw.com/p/3mdhZ
Afghanistan Kabul | Bombenanschlag in Moschee
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د پلازمېني کابل پوليس وايي چي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۱۳مه نېټه) په دغه ښار کي بيلي امنيتي پيښي رامنځ ته سوي چي پکښي درې انسانان وژل سوي دي. دا د هغه څخه يوه ورځ وروسته چي د کابل پر ښار څو توغندۍ ولګېدلې.

د اسوشيېتد پرس خبري آژانس د خبر له مخي د کابل د امنيه قومندانۍ وياند ويلي دي چي يوه پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د کابل په شمال کي پر يو موټر د چسپکي ماين چاودنه وسوه. د هغه په وينا په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او لږ تر لږه دوه نور ژوبل سوي دي. په دې تړاو د دغه خبر تر خپرېدو نور جزيات نه دي ورکول سوي.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند ويلي دي چي د کابل په ختيځ کي بيا پر يو دولتي څارنوال ډزي سوي چي په نتيجه کي يې هغه وژل سوی دی. د وياند په وينا دغه څارنوال و خپل کار ته پر لاره ؤ چي د کارته نو په سيمه کي ورباندي بريد وسو.

د يادو بريدونو پړه تر اوسه کوم چا په غاړه نه ده اخيستې. په تيرو مياشتو کي په کابل کي د يو شمير بريدونو پړه د داعش ډلې په غاړه اخيسته وه. په دغو بريدونو کي پر يوې تعليمي ادارې بريد هم شامل ؤ چي پکښي ۵۰ انسانان ووژل سول چي اکثريت يې زده کوونکي ول.
 

د يکشنبې بمي او وسله وال بريد له هغه څخه يوه ورځ وروسته تر سره کيږي چي د شنبې په ورځ داعش د کابل پر ښار توغندۍ وتوغولې. په دغو توغنديو کي لږ تر لږه يو ملکي وژل سوی او حد اقل يو بل ژوبل سوی ؤ.

آ./ا.ا./ن.ص.