1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: په کونړ کې د پاکستان جاسوسي الوتکه رالوېدلې

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د کونړ چارواکي وايي چې تېره شپه د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ د فرضي کرښې شاوخوا ۷۰۰ متره دې خوا د پاکستان جاسوسي الوتکه د سرکاڼو په ولسوالۍ کې رالوېدلې ده. تر اوسه پورې پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/3etVQ
Afghanistan Drohne
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Wigglesworth

د کونړ د والي ویاند غني مصمم ويلي دي چي یاده الوتکه د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ګلاب پړۍ سیمه کې راولېدلې او د لوېدلو علت یې معلوم نه دی.

د سیمې خلک داسې هم وايي، چې پاکستاني پوځیان د دغې الوتکې په وړلو پسې له کرښې را اوښتي او لوېدلې الوتکه یې وړې؛ خو تر اوسه حکومتي چارواکیو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د خپلې الوتکې د رالوېدو په اړه نظر نه دی ورکړی.