1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي: په هرات کې ایټالیاوي سلاکار له یوه بریده روغ وتلي

۱۳۹۷ دی ۱۲, چهارشنبه

په هرات ولایت کې چارواکي وايي چې د سرحدي پولیسو د یوه سرتیري له یوه برید څخه د ایټالیوي ځواکونو یو سلاکار روغ رمټ وتلی. زیاته شوې چې د سرحدي پولیسو یوه سرتیري د ایټالیوي سلاکار پر زغروال موټر ډزې کړي.

https://p.dw.com/p/3Atjb
Afghanistan | Italienische NATO-Truppen trainieren Afghan Special Forces
انځور: DW/S. Tanha

په غربي ولایت هرات کې چارواکو ویلي چې د سرحدي پولیسو یوه سرتیري د ایټالیوي سلاکار پر یوه موټر برید کړي چې په پایله کې سلاکار روغ وتلی دی. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د پیښې په تړاو وویل چې د چهار شنبې په ورځ یاد ایټالیوي سلاکار له افغان چارواکو سره تر ملاقات وروسته په خپل زغروال موټر کې وو، چې د سرحدي پولیسو یوه سرتیري ورباندې ډزې وکړې.

دغه چارواکي وویل چې بریدګر د یوه بل پولیس سرتیري له خوا تر وژل کیدو وړاندې یوه ښځینه سرتیرې په ډزو ټپې کړې وه.

په عین وخت کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه برنډیدو په شرط وویل چې بهرنی سلاکار ایټالوي تبع دی. تر اوسه پورې چا د دې پیښې مسوولیت نه دی منلی خو طالبان وخت نا وخت افغان سرتیري دغه راز بریدونو ته هڅوي.