1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: په فراه کې دوه نیول شوي ایراني پوځیان آزاد شوي

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

دوه ایراني پوځیان چې دوه ورځې مخکې د فراه ولایت سرحدي سیمه کې افغانستان ته ننوتي وو، تر نیول کیدو وروسته اوس بیرته آزاد شوي. د فراه چارواکي وایي چې د کشفي ارګانونو د تحقیق له مخې هغوی «سهوا» افغانستان ته داخل شوي وو.

https://p.dw.com/p/3LrG6
Karte Afghanistan Provinz Farah Deutsch
انځور: DW

د فراه ولایت د پولیسو ویاند محب الله محب، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دوه ورځې وړاندې د ایران هیواد دوه اتباع چې پوځي یونیفورم یې پر غاړه وو د افغانستان خاور ته داخل شول او د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د پولیسو د ویاند په خبره د ایران له سفارت سره تر خبرو اترو وروسته، دغه کسان د افغانستان د امنیتي ځواکونو له خوا آزاد شول. محب زیاته کړه: «د کشفي ارګانونو د تحقیقاتو له مخې هغوی سهوا فراه ولایت ته ننوتي ول او د ایران هیواد د پوځ کارتونه یې هم له ځان سره لرل.»

د فراه ولایت د والي ویاند فاروق بارکزي د ایراني پوځيانو د آزادیدو په تائیدولو سره وویل چې د نیول کیدو پر مهال له دغو امنیتي کسانو سره یوه دشکه ډوله وسله او یو عراده موټر هم وو. د فراه د پولیسو ویاند په خبره دغه دوه پوځيان بیرته ایران ته لیږول شوي دي.

د افغانستان فراه ولایت له ګاونډي هیواد ایران سره ګډه پوله لري. د فراه د ولایتي شورا غړی شاه محمود نعیمي، هم پر دې نظر دی چې د افغانستان خاورې ته د دغو کسانو ننوتل پلان شوی کار نه وو او ښايي په غلطۍ سره ترسره شوی وي.

د شیخ ابو نصر فراهي ګمرک، د فراه له مرکز څخه په ۱۲۰ کیلومترۍ کې په صفري نقطه کې موقعیت لري. د شاه محمود نعیمي په خبره داسې رپوټونه ورکول کيدل چې د دغو کسانو د نیولو په غبرګون کې پر شیخ ابو نصر فراهي ګمرک، باندې وارداتي بریښنا قطع شوې وه او هغه کارګر چې د بارونو د انتقال له پاره د پولې هاخوا وو هم نیول شوي وو خو بیا وروسته دغه ستونزه حل شوه.

خو د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب، دغه موضوع رد کړه او ویې ویل چې د ایران امنیتي ځواکونو «څوک نه دي نیولي او کوم جدي غبرګون یې هم نه دی ښوولی.»

د فراه ولایت چې د افغانستان په لویدیځ کې موقعیت لري یو له نسبي ناارامه ولایتونو څخه شمیرل کیږي. طالبان په وروستیو کې په دغه ولایت کې تر خپل نفوذ لاندې سیمو پر پراخیدو توانیدلي دي. شاه محمود نعیمي په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ډیر اندیښمن وباله او زیاته یې کړه: «د فراه څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه د مخالفینو په لاس کې دي او په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم حضور لري. هغوی توانیدلي دي چې کمربندي پوستو ته سقوط ورکړي او ښارونو ته نفوذ وکړي.»

(پ ع/ ع ف) س ر/م س