چارواکي: په سمنګانو کې د سکرو کان کې ۳۲ کسان بند پاته دي
۱۴۰۳ آذر ۲۵, یکشنبهد طالبانو د سمنګان د والي ویاند، عصمت مرادي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د سکرو دغه کان، د دغه ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته نړېدلی دی. مرادي زیاته کړه: «۳۲ کسان په کان کې بند پاته دي دا چې څه شمېر به ېې مړه شوي یا ژوندي پاتې وي، معلومه نه ده.»
دغه طالب چارواکي دغه راز وويل چې «سکواټورنو او ژغورنکو له سهار وختي کار پیل کړی، خو له بده مرغه د تونل د مخې خلاصول تر اوسه روښانه نه دی.»
د افغانستان له کانونو پر کېندنو لږ نظارت موجود دی له همدې کبله ېې نړېدل او پکې د مرګونې پېښو رامنځ ته کېدل معمول دي.
د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې په ګاونډي ولایت بغلان کې د سکرو یو کان د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ بند پاتې شوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۲۰۲۰ کې بیا په سمنګان کې ۷ کسان په یوه غار کې د ګازو د چاودنې په پېښه کې مړه شول.
تر دې يو کال مخکې په بدخشان کې د سرو زرو یو کان ونړېد چې لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې مړه شول. د تېرکال په جنوري کې هم په دغه ولایت کې یوې ورته پېښې ځاني تلفات واړول، خو کره شمېره ېې روښانه نشو.
له آرشیف څخه: