1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

چارواکي: په جوزجان او کندز کې ۱۷ افغان عسکر وژل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه

افغان چارواکو د چهار شنبې په ورځ ویلي دي چې په دوو ولایتونو کې په وسله والو بريدونو کې ۱۷ پوځي پرسونل وژل سوی دی. بريدونه په جوزجان او کندز کې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3duxb
Afghanistan Croronavirus Taliban
انځور: Getty Images/AFP

د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر، وويل چې د افغانستان په دغه شمالي ولايت کې د امنیتي ځواکونو د کنترول پر يوه پوسته د وسله والو طالبانو په بريد کې د امنيتي ځواک ۱۲غړي وژل شوي دي. د نوموړي په خبره په اقچه ولسوالۍ کې په شوي دغه بريد کې پنځه تنه نور ټپيان شوي هم دي.

نوموړي د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې زياته کړه چې وسله والو پنځه تنه عسکر يرغمل کړي هم دي.

په همدې منځ کې د کندز ښار په څنډه کې پر پرته پوسته هم وسله والو بريد کړی دی. د کندز ولايت د امنيې قوماندان فقير محمد جوزجاني وويل چې په دې بريد کې پنځه تنه عسکر وژل شوي دي. هغه زياته کړې چې په پېښه کې ۷ نور ټپيان شوي هم دي.

په همدې حال کې په غزني ولايت کې د هاوان يوې مرمۍ اووه ماشومان وژلي دي او درې نور یې ټپيان کړي دي. د غزني د والي وياند عارف نوري وويل چې د دغه ولايت په ده يک ولسوالۍ کې ماشومانو دغه مرمۍ موندلې وه او لوبې یې ورسره کولې چې مرمۍ چاودلې ده.

افغان حکومت ويلي چې په تیرو اوونیو کې په ټول هېواد کې د طالبانو په ۲۲۰ بريدونو کې ۴۲۲ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.