1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: طالبانو لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مسافر يرغمل کړي

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي چې د افغانستان په شمال کې وسله والو طالبانو د ښځو او ماشومانو په ګډون تر سلو زيات کسان يرغمل کړي دي. دغه کسان په دريو سرویس موټرو کې سپاره ول.

https://p.dw.com/p/33P0p
Karte Afghanistan Provinz Kundus Deutsch
انځور: DW

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني، له وسله والو طالبانو سره د  لوې اختر په مناسبت د اوربند اعلان کړی دی.

د کندز د ولايتي شورا مرستيال محمد يوسف ايوبي، وويل چې طالبانو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اگست ۲۰) خان آباد ولسوالۍ ته څيرمه پر لويه لاره له دريو بسونو مسافر يرغمل ونيول. 

د ايوبي په باور طالبان ښايي د دولتي کارکوونکو او يا امنيتي ساتونکو په لټه کې ول.

د تخار ولايت د پوليسو مشرعبدالرحمان آقتاش، وويل چې مسافرين د تخار او بدخشان ولايت اوسیدونکي دي او پلازمينې کابل ته پر لار ول. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو دغه لاره د طالبانو تر گواښ لاندې بلل کيږي.

د کندز د ولايتي شورا مرستيال محمد يوسف ايوبي، وويل: «تر اوسه د مسافرو د برخليک په اړه هيڅ معلومات نشته خو قومي مشران او ځاي چارواکي له طالبانو سره د خبرو اترو هڅه کوي.»

ولسمشر غني د يکشنبې په ورځ طالبانو ته د سولې د بلنې په ترڅ کې وويل چې «اوربند د دواړو اړخونو له لوري بايد وڅارل شي او د دې دوام او موده د طالبانو له دريځ سره تړلې ده.» 

د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده، يو وار بيا د طالبانو پر هغه دريځ تينگار وکړ چې روانه جگړه يوازې له امريکا متحده ايالاتو سره د مستقيمو خبرو اترو له لارې حل کيدلای شي.

د شنبې په ورځ د لوې اختر په مناسبت هیبت الله اخندزاده پرته له دې چې په مسقتیم ډول اوربند او یا هم د سولې خبرې ته اشاره وکړي ټينګار وکړ چې دغه ډله اسلامي اهدافو، د افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو او د جگړې ختمولو ته ژمن ده.

ولسمشر غني د اوربند د اعلان په ترڅ کې وويل چې دی تمه لري پر اوربند د نوامبر تر ۲۰ نیټې يعني د ميلاد تر ورځې پورې توافق وشي.

AP (B.S/S.M)