1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي:‌ شپږو سرتیرو خپل ۲۴ ملګري وژلي دي

۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعه

دوو افغان چارواکو ویلي دي چې د افغانستان په جنوب کې په یوه داخلي برید کې یو شمیر سرتیرو پر خپلو نورو سرتیرو ډزې کړي چې په پایله کې یې ۲۴ پولیس او عسکر وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ZlHB
Karte Afghanistan Kunar Kundus Zabul DEU

افغان چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې۲۰مه) د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په زابل ولایت کې د پولیسو په لیکو کې شپږ تنو نفوذي سرتیرو په یوې قرار ګاه کې د پوځ او پولیسو پر هغو سرتیرو ډزې کړي چې بيده ول.

دغو چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې ۲۴ عسکر او پوليس وژل سوي دي.

د زابل د والي ویاند، رحمت الله یارمل په دې هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د سهار پر دریو بجو د پوځ او پولیسو ۲۴ تنه هغه وخت شهیدان شول چې شپږ تنه نفوذي پولیس سرتیرو پر یادو سرتیرو په داسې حالت کې ډزې کړي چې هغوی بيده ول.»

په ورته وخت کې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان هم د یادې پیښې او له کبله یې د رامنځ ته شوو تلفاتو پخلی کوي او زیاتوي چې بریدکوونکو له طالبانو سره اړیکې درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون وروسته دواړو لورو توافق کړی وو چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي پیښې کموي، خو بیا هم چارواکي په افغانستان کې د بریدونو د ډیریدو خبر ورکوي.

AFP