1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

چارواکي: د داعش تسلیم شوو جنګیالیو ته ښايي بخښنه وشي

۱۳۹۷ مرداد ۱۳, شنبه

چارواکو ویلي چې په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې تسلیم شوو جنګیالیو ته د بشر ضد جرمونو د تورونو سربیره ښايي بخښنه وشي. تیره اونۍ له طالبانو سره تر سختې جګړې وروسته شاوخوا ۱۵۰ تنه داعش جنګیالي افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

https://p.dw.com/p/32cNa
Symbolbild - Flagge ISIS
انځور: picture-alliance/dpa

د تیرې اونۍ په ترڅ کې په شمالي جوزجان ولایت کې له طالبانو سره تر سختو جګړو وروسته نږدې ۱۵۰ تنه داعش جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. په دې کسانو کې د داعش ډلې ځينې لوړ پوړي قوماندان او د دوی جنګیالي شامل وو. اوس افغان چارواکي وايي چې پر دغو جنګیالیو باند د جنسي تجاوز، وژنو او د بشر ضد د جرمونو د تورونو سربیره ښايي بخښنه وشي.

د جوزجان ولایت په قوش تیپه او درزاب ولسوالیو کې د داعش ډلې د جرمونو له کبله زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو او کورنو پریښودو ته اړ شوي وې. پر دغو جنګیالیو د بشر ضد جرمونو لکه د پیغلو نجونو او میرمنو تښتول، جنسي تجاوز او په ځینو پيښو د قتل تورونه لګیدلي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري په دې هکله ویلي: «په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې تسلیم شوو جنګیالیو ته بخښنه موجوده ده.» نوموړي زیاته کړې چې دغه ډله [داعش] به قضايي او عدلي چارواکو ته له دې کبله وړاندې نه کړل شي، ځکه دوی د سولې په لړۍ کې برخه اخیستې ده خو وايي چې هغه کسان چې د دغې ډلې د انفرادي کسانو پر وړاندې اعتراضونه لري کولی شي چې خپلې قضیې له محکمو سره شریکې کړي.

Afghanistan Taliban
انځور: AP

حکومتي چارواکو ویلي چې دا لومړی ځل وو چې په دغه کچه زیات شمیر د داعش ډلې جنګیالي یوځای تسلیمیږي. په عین وخت کې د دغو جنګیالیو ګڼ شمیر ماشومانو او میرمنو هم ځانونه افغان چارواکو ته سپارلي دي. غفوري په دې هکله وویل: «د حکومت هر مخالف چې غواړي د سولې له لړۍ سره یوځای شي، هغوی ته بخښنه کیږي ځکه که چیرته دوی محکمو ته وړاندې شي نو په دې صورت کې له حکومت سره د نورو مخالفینو د هوکړې هڅې په اوبو کې لاهو کیږي.»

بل لوري ته بیا د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي چې امنیتي ځواکونو خپله دنده ترسره کړې او اوس دا د حکومت کار دی چې په راتلونکې په کوم اقدام لاس پورې کوي. رادمنش وايي: «د خلکو او د هیواد د مدافعینو په توګه زموږ دنده د جګړې په ډګر کې له دښمنانو سره جګړه ده. اوس دوی تسلیم شوي او زموږ دنده پای ته رسیدلې ده.»

Karte Afghanistan Provinz Jowzjan Deutsch
انځور: DW

خو بل افغان چارواکي یعنې د جوزجان د امنیې قوماندان جنرال فقیر محمد جوزجاني بیا وايي چې د داعش ډلې هر جنګیالي چې د بشریت ضد جرمونه ترسره کړي وي باید عدالت پرې عملي شي. نوموړي [له داعش] سره د هر راز جوړجاړي په هکله شک څرګند کړ. جوزجاني په دې هکله زیاته کړې چې زه اندیښنه لرم چې له تسلیمیدو وروسته دغه کسان به لا ډیر جرمونه ترسره کړي ځکه دوی په بشپړه توګه د اعتماد وړ خلک نه دي.

زموږ له آرشیف څخه: