1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

چارواکي: د الینګار امنيه قوماندان په چاودنه کې وژل شوی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

د ځايي چارواکو په خبره د سه شنبې په ورځ د لغمان د الینګار ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګروال سید محمد عارف سادات، د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی. په پیښه کې څلور نور پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/3I3oe
Karte Afghanistan Provinz Laghman Deutsch
انځور: DW

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي، دویچه ویله ته وویل چې دغه پېښه د الینګار ولسوالۍ په مسکین آباد سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د امنیې قومندان عارف سادات، له دغې سیمې څخه تېرېده.

دولتزي زیاته کړې ده چې د پیښې ټپیان اوس د لغمان ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

د الینګار ولسوال قاضي حبیب الرحمان، هم دویچه وله ته وویل چې په دغه پېښه کې د قومندان سید عارف سادات، په ګډون څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د الینګار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رضوان الله، بیا د پیښې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر لوړ ښوولې او ویلي یې دي چې د سه شنبې په ورځ سهار شاوخوا یوولس بجې د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندان پر موټر چاودنه کې د هغه په ګډون شپږ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

تر اوسه پوري د دې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې خو د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پر وسله والو طالبانو باندې د روژې په روانه میاشت کې یو ځل بیا د اوربند غږ کړی دی، خو طالبانو بیا برعکس خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

امید دیدار/ ننګرهار