1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړنه: د دوبي ګرمي د کرونا د شیوع مخنیوی نه کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

نوې څيړنې ښیي چي د دوبي سخته ګرمي د کرونا ويروس د خپريدو په مخنيوي کې ډيره موثره نه ده. د څيړونکو په خبره د کرونا پر نوي ویروس باندي د اوبو او هوا د شرایطو اغیزه ډیره کمه ده.

https://p.dw.com/p/3cVXH
Illustration Coronavirus
انځور: Colourbox

د پرنستون د پوهنتون څيړونکي د خپلو تحقیقاتو په ترڅ کي چې نتیجه یې د «ساینس» په نامه علمي مجله کي خپره سوې، دې نتیجې ته رسیدلي چي د دوبي ګرمي، یوازي په محدوده اندازه ددې توان لري چي ښایی د کرونا د پاندیمي مخه ونیسي. د څيړونکو په خبره، د کرونا پر نوي ویروس باندي د اوبو او هوا د شرایطو اغیزه ډیره کمه ده.

په هغه مقاله کي چي د ساینس په مجله کي خپره سوې راغلي چي، د رطوبت د درجې لوړوالی، د معمولي ویروسونو او انفلونزا د ویروس د پراخیدو مخه نیولای سي خو دا د کرونا د نوي کووید ۱۹ ویروس په وړاندي چنداني اغیزه نه لري. دا ځکه چي د اکثرو انسانانو بدن ددغه ویروس په مقابل کي لازم دفاعي حالت ته لاس رسی نه دی پیدا کړی.

پلټونکي په دې باور دي چي د کرونا نوی ویروس به د هوا او اوبو د عواملو سره سره همداسي د پراخیدو په حال کي وي.

هغوی په همدې ارتباط په ګرمسیرو هیوادونو لکه برازیل، اکوادور او آسترالیا کي د کرونا د پاندیمي بهیر ته اشاره کوي او هغه د خپلي ادعا شاهد بولي.

د پرنستون د پوهنتون څيړونکي په دې باور دي چي د اوبو او هوا عوامل هغه وخت اغیزمن وي چي ډیری انسانانو د کرونا د جدي ویروس په وړاندي لازم ایمني حالت ته لاس رسی پیدا کړی وي او دغه ویروس په یوې فصلي ناروغۍ بدل سي. د ساینس په مجله کي د خپری سوي مقالې یو لیکونکی، براین ګرنفل، وایی: « موږ دا خبره د کرونا په مخکینیو ویروسونو کي چي د ریزش او زوکام سبب کیږي، پلټلې . په ځانګړي ډول د ژمي په موسم او هغو سیمو کي چي ګرمسیري نه دي.»

زموږ له آرشيف څخه: