1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

څېړنه: انسان کولی شي ۱۳۰ کاله ژوند وکړي

۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبه

د یوې څېړنیزې مطالعه پر بنسټ انسان کولی شي تر ۱۳۰ کاله یا هم ډیر ژوند وکړي، چې اوسنیو شرایطو او امکاناتو ته په کتو د انسان له پاره دا عمر ډیر زیات نه دی.

https://p.dw.com/p/414p3
Japan Älteste Frau der Welt wurde 117
جاپانۍ کین تاناکا چې اسمهال ۱۱۸ کله ده انځور: Kyodo/picture alliance

د یوه علمي تحقیق پایله چې په "رویال سوسایتي اوپن ساینس" مجله کې خپره شوې، وایي چې انسان کولی شي چې تر ۱۳۰ کاله ډیر ژوند وکړي.

دغه پایله او معلومات له شاوخوا یو زرو ۱۰۰ کسانو سره چې عمرونه یې له ۱۰۵ کاله پورته دي په ۱۳هیوادونو کې تر خبرو وروسته خپره شوي دي.

په لوړ سين کي د مړيني احتمال نور نه ډېريږي

مودې کیږي چې د انسانانو د حد اکثر عمر په اړه د کارپوهانو څېړنې روانې او د بحث موضوع ده. وروستۍ څېړنې او تجزیې ښیې چې د انسانو د مرګ د ګواښ شمېرې تر یوه ځانګړي عمر وروسته کمیږي او ښایي شاوخوا پنځوس پنځوس وي او یا ۵۰ سلنه ثابت پاتيږي.

سویس کې د فن د موسسې یو غړی آنتوني دیویسون وایي: «د هغو کسانو له پاره چې عمر یې له ۱۱۰ کلونو ډیر دی یو کال نور پاتېدل داسې دي لکه په یوې سکې سره د شیر خط لوبه.»

۱۵۰ کاله عمر؟

یوه نوې بله علمي څېړنه ښیې چې انسان له نظري پلوه کولی شي ۱۵۰ کاله عمر وکړي. آنتوني دیویسون وایي کومه څېړنه چې اوس شوې، پخوانیو موندنو سره پر تلې ډیرې پراخې شمیرې څیړل شوي دي. په دغې څېړنه کې له ۲۰۰۹م کاله بیا تر ۲۰۱۲م کال د ایټالیا د هغو خلکو معلومات ارزول شوي دي چې عمرونه یې له ۱۰۵ کلونو ډیر دي.

په اوسنیو شرایطو کې ۱۱۰ کلونو عمر ته ډیر کم کسان رسیږي خو سره له دې هم دیویسیون وایي امکان لري چې د اوسنۍ پیړۍ په اوږدو کې انسانان کیدای شي تر ۱۳۰ کلونو هم ژود وکړي. خو دغه عمر به په طبي او ټولنیزو  پرمختګونو پورې تړاو ولري.

تر دې دمه د تر ټولو اوږد عمر لرونکي انسان ریکارډ د یوه فرانسوي ژان لوئیز کالمان په نوم ثبت دی چې ښایي دغه ریکارډ یو جاپانۍ چې کین تاناکا نومیږي اوس ۱۱۸ کلونه عمر لري مات کړي.