1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: اخراج شوي افغانان د افراطي کیدو له خطر سره مخامخ دي

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

يوې څيړنې موندلې چې له آلمان او د اروپایي ټولنې له نورو هېوادونو څخه اخراج شوي افغانان د مرگ، ناوړه اقتصادي وضيعت او افراطي کیدو له گواښونو سره مخامخ دي. د آلمان حکومت په ۲۰۲۰م کال کې د اخراج بهیر پر ساده کولو غور کوي.

https://p.dw.com/p/3Toze
München Proteste gegen Abschiebungen nach Afghanistan am Flughafen
انځور: picture-alliance/Zuma/S. Babbar

د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د نومبر ۲۶ نیټه) په خپره شوې يوه څيړنه کې ويل شوي چې هغه کسان چې افغانستان ته اخراج شوي دي د ناوړه امنيتي حالت او اقتصادي ننگونو له کبله کړيږي چې دا کار دوی د افراطي کيدو له خطر سره مخامخوي. 

په ۲۰۱۸م کال کې د اتو مياشتو په موده کې له اروپا څخه د ستنو شويو په لسونو کسانو سره تر مرکو وروسته دا خبره روښانه شوې چې په ټول افغانستان کې د زور زياتي له پراخيدو سره دغه کسان په ډېر ناوړه حالت کې قرار لري. دغه کسان له افغان حکومت او نړيوالو څخه بيرته په ټولنه کې د ادغاميدو له پاره ډېره لږه مرسته ترلاسه کوي.

د بشري حقونو سازمان ميديکو انترنيشنل، او د افغانستان د بشري حقونو او ديموکراسۍ سازمان چې انگلیسي لنډيز یې «AHRDO» دی، دا څيړنې ترسره کړې. دې ټولنو اوس د آلمان پر حکومت او د هغوی پر اروپايي شريکانو افغانستان ته د پناه غوښتونکو د اخراج د دریدو غږ کړی دی.

په دې څېړنه کې ويل شوي چې بيرته ستانه شوي کسان په ناوړه اقتصادي حالت کې قرار لري، د بريدونو له خطر سره مخامخ دي او دا گواښ هم ورته متوجه دی چې په دغه هېواد کې د فعالو وسله والو ډلو له خوا جذب شي.

د افغانستان د بشري حقونو او ديموکراسۍ د سازمان مشر هادي معرفت، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «آلمان سوريايان نه اخراجوي خو افغانان بيرته ليږي. دوی دا په نظر کې نه نيسي چې دغه اخراج شوي په خپل هېواد کې کيدای شي هره شيبه ووژل شي.»

تر ټولو ناامنه هېواد

د ۲۰۱۹م کال د نړۍ د سولې په جدول کې افغانستان د هغه یوه هېواد په توگه لومړی مقام خپل کړی چې زور زياتی پکښې د بل هر هېواد په پرتله ډېر دی. ملگري ملتونه همدا راز اټکل کوي چې لس میليونه افغانان بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري. په هېواد کې وضيعت تر هغه وروسته نور هم خراب شوی چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ځنډيلي دي. د ملگرو ملتونو په حواله يوازې د روان ميلادي کال په جون مياشت کې تر ۴۰۰ زيات ملکيان ووژل شول.

په بون کې د International Center for Conversion له مرکز څخه د افغانستان کارپوه کونراد شيتر، دويچه ويله ته وويل: «موږ اوسمهال وينو چې په افغانستان کې سياسي خوزښتونه په زور زياتي بدليږي. د وضيعت د ښه کیدو ډېره تمه نه شته.»

Abschiebeflug in Kabul angekommen
افغانستان ته اخراج شوی يو افغان پناه غوښتونکوانځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

تېره مياشت د آلمان د کورنیو چارو وزير هورست زېهوفر، د «ويلت ام زونتاگ» ورځپاڼې ته وويل چې آلمان به په سوريه او نورو هغو هېوادونو کې چې د مهاجرو اخراج ورته امکان لري، امنيتي وضيعت يو وار بيا بررسي کړي.

زېهوفر وويل: «د افغانستان په څېر په سوريه کې هم داسې سيمې شته چې په کې سړی په نسبي توګه په امن کې ژوند کولی شي.» خو هغه زياته کړه چې تر اوسه اخراجونه په نظر کې نه دي نيول شوي. هغه وويل: «د کال په پای کې به د بهرنيو چارو له وزارت سره په شريکه امنيتي وضعیت له سره وارزو.»

د افراطي کیدو خطر

د ميديکو انترنيشنل او د افغانستان د بشري حقونو او ديموکراسې سازمان څېړنې د کورنيو چارو د وزير زېهوفر برعکس بل ډول انځور وړاندې کوي. د افغانستان د بشري حقونو او ديموکراسې د سازمان مشر معرفت، وويل: «آن په ښارونو کې داسې ځایونه نه شي موندلی چې دا خلک ورته ورځي او هغه دې محفوظ وي. سړی هر وخت او په هر ځای کې د يوه بريد ښکار کیدای شي.»

München | Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
په میونشن کې د افغانانو د اخراج پر ضد احتجاجانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Babbar

په څېړنې کې له پوښتل شويو څخه ۵۸ فيصدو یې ویلي چې دوی بيرته خپل اصلي ټاټوبو ته نه شي تللی ځکه چې هلته محفوظ نه دي. نور لس سلنه بيا له يو ځای څخه بل ته ځي څو ژوندي پاتې شي.

په څېړنه کې موندل شوي، هغه کسان چې په يوه ځای کې پر ميشيدو توانیدلي هم له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي. اروپا ته يوه تن د رسیدو اوسط لگښت کابو ۱۱ زره ډالره وو. دغه کسان زياتره قرضونه لري او د بې کارۍ له وجې هیڅ مياشتنی عايد نه لري.

د څيړنې په حواله دا ډول حالات د دې زمينه برابروي چې دغه کسان د وسله والو ډلو له خوا د جذبیدو پر وړاندې اسیب پذیره شي. کونراد شيتر په دې آند دی چې آلمان بايد افغانستان ته اخراجونه ودروي. هغه وایي: «دوی [پناه غوښتونکي] اروپا ته له سترو هیلو سره ځي او اوس په خپل هېواد کې هم پردي شوي دي. دوی څرنگه خپل راتلونکی جوړولی شي؟»

bs/ms (Austin Davis )

زموږ له آرشيف څخه: