1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

له کوويډ واکسين څخه د مياشتنې عادت ډېرېدل د اندېښنې وړ نه دي

۱۴۰۱ تیر ۲۵, شنبه

یوې نوې څیړنې موندلې چې ډیرو مېرمنو د کویډ ۱۹ واکسین کولو وروسته په میاشتیني عادت کې د تمې خلاف ډیره خونریزي درلوده. دغه بدلونونه لږ او لنډمهاله وو، خو دلته ځیني لاملونه شته چې باید په نظر کې ونیول شي.

https://p.dw.com/p/4EEew
Symbolbild Spanien Menstruationsurlaub
انځور: Annette Riedl/dpa/picture alliance

د جمعې په ورځ  (جولای ۱۵مه) په یوې نوې خپره شوې څیړنه کې ویل شوي چې له ۴۰ سلنه ډیرو مېرمنو چې منظم میاشتنی عادت یا پېریوډ یې درلوده، د کورونا واکسینونو له تطبیق وروسته یې د سخت پېریوډ تجربه کړې ده.

پر یوه ویب سایټ ترسره  شوې سروې چې له ۲۹ زرو څخه زياتو کسانو پکې خپل نظر څرګند کړی دی، ویلي دي چې ۴۲ سلنه ښځو د شدید میاشتني عادت راپور ورکړی خو ۴۴ سلنه نورو بیا ويلي چي هیڅ بدلون يې نه دی احساس کړی.

دا څیړنه چې د Science Advances  په نوم یوه ژورنال کې خپره شوې ده، وروسته له هغې ترسره کیږي چې د کورونا واکیسن له اخیستلو ډیرو مېرمنو د شدید پېریوډ تجربې شریکې کړې.

کوم کوم کسانو له واکسین وروسته په میاشتني عادت کې د بدلونونو تجربه کړې؟

د سروې شویو کسانو له ډلې څخه ۹۰ سلنه یې ښځې او ۹،۱ سلنه له نورو جنسیتونو وه .

هغه میرمنې چې اندومیتزیم ( Endometriosis) ناورغي یا  او  د رحم سندروم  (polycystic ovary syndrome) لري د ډیرې وینې بهیدو تجربه کوي.

هغه مېرمنو چې معمولا میاشتنی عادت يې هم نه درلوده د خونریزۍ راپور یې ورکړی دی.

۷۱ سلنه هغه مېرمني دي چې د مینداورۍ ضد ګولۍ یې کارولې، ۳۹ سلنه نورې بیا هغې وې چې د جنسیت د تاییدولو هورمونونه یې کارول او ۶۶ سلنه هغه کسان وه چې پوست مینو پازال یا هغه کسان چې بیخي یې میاشتنی عادت بند شوی وي.

د لندن په امپیریل کالج کې څیړونکې ویکتوریا مال چې په دغې څیړنه کې یې برخه نه ده اخیستې دویچه ویلې ته وویل: « دا چې دغه سروې د یوی نظر پوښتنې پر بنسټ شوې نو ښایي د ټولو وګړو استازیتوب ونه کړي.»

آغلې مال زياتوي « موږ باید تمه ولرو هغه کسان چې دغه ډول تجربه یې کړې وي په نظر پوښتنه کې د ګډون لپاره لیواله وي، خو موندنې ګټورې دي او دا موږ ته وایي چې کومې مېرمني تر ډیره د عادي پېریوډ په پرتله دغه تجربه کوي.»

آیا زه باید له کورنا واکسین وروسته د خپل میندوارۍ سیسټم په اړه اندیښمنه شم ؟

د دې کال په پیل کې، داسې ادعاوې وې چې گواکي د کوویډ واکسینونه د دې لامل شوي چې میرمنې د اوږدې مودې لپاره غیر منظم میاشتنی عادت ولري.

دا ادعاوې د متحده ایالاتو له یوې  څیړنې څخه رامینځته شوي دي چې ښیې د کورونا  واکسین د میاشتني عادت  جریان ځنډوي.

خو دغې نوې څیړنې وښودله چې پېریوډ یوازې یوه ورځ ناوخته وه او بدلونونه هم لنډ مهالي ول.

د ناروې د عامې روغتیا موسسې (FHI) یوه بله څیړنه ښیې چې ښځو شدید میاشتنی عادت درلود.

د دغې څیړنې لیکوالان لیکي چې « له بده مرغه د واکسین ضد کسانو د پېریوډ لنډمهاله خطرونه د میندوارۍ له اوږمهاله ستونزو سره یوځای کړي دي.» زياته شوې: »له بده مرغه، دواړه د واکسین څخه ډډه کوونکي او د واکسین ضد اشخاصو او سازمانونو د لنډمهاله میاشتني بدلونونو احتمال د امیندوارۍ لپاره د اوږدمهاله زیانونو سره یوځای کړي دي.«

په نړۍ کې د ښځو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان رپوټ

د زیږون او ښځو نړیوال فدراسیون (FIGO) چې د نړۍ د نسایي موسسو او متخصصینو استازیتوب کوي وایي « د میاتشني عادت په دوره کې دومره کم بدلون د پام وړ نه دی او له اتو ورځو کم بدلونونه په نورماله توګه طبقه بندي کیږي.«

د مطالعې مخکښې لیکوالې  کاترین لي او امریکا په واشنګټن کې د پوهنتون استادې دویچه ویلې ته وویل که څه هم د واکسین کولو وروسته د پېریوډ  ډیری بدلونونه لنډمهاله دي، بیا هم دا مهمه ده چې ضمني اغیزې په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

 کاترین لی، د مطالعې مخکښه لیکوالې او د امریکا د واشنګټن پوهنتون د طب د ښوونځي بیولوژیکي انتروپولوژیستې، دویچه ویله ته وویل: «خلک اندیښمن کیږي کله چې دوی ګوري چې د دوی بدن د دوی د انفرادي نورمونو څخه غیر معمولي کار کوي.»
نوموړې زياته کړه: «ډیری خلک د لنډ وخت لپاره د میاشتني بدلونونو تجربه کوي، خو، که تاسو د هغه څه په اړه اندیښمن یاست چې تاسو یې تجربه کوئ، تاسو باید د خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ.»

ولې د کرونا واکسین د میاشتني عادت وینه ډیروي؟

د یوې مېرمنې میاشتنۍ دوره د هایپوتالاموس، پیټیوټري غدې او تخمدان څخه د خوشې شوي هورمونونو لخوا کنټرول کیږي.

میاشتینی عادت  په اسانۍ سره د هورمونو په بدلون بدلیږي.

د رحم د زیږون سیسټم  سره سازګاره دی.

د هورمونونو بدلونونه چې د رواني ټولنیز فشار له امله رامینځته کیږي، سخت تمرینونه او روژه معمولا د پېریوډ د د بدلون لامل کیږي.

لی وویل چې د واکسین کولو او ډیرې وینې بهیدنې ترمینځ اړیکه احتمال د واکسین لخوا رامینځته شوي معافیتي عکس العملونو له امله وي.