1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د ملاريا درمل د کرونا ناروغانو مړينه ډيروي»

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د يوې تازه څيړنې نتايج ښيي چې د ملاريا درمل، د کرونا ناروغانو د مړينې احتمال ډيروي. ترمپ له دغو درملو څخه استفاده کوي، په برازيل کې د سږو د درملنې له پاره توصیه کيږي او بريتانيا هم په ډيره اندازه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/3cgoS
Coronavirus - Hydroxychloroquin
انځور: picture-alliance/dpa/Zuma/Quad-City Times/K. E. Schmidt

تر اوسه د نوې کرونا یا کوويد-۱۹ ناروغۍ ضد واکسين نه دی جوړ شوی. له همدې امله اوس مهال د کرونايي ناروغانو له پاره د ملاريا ناروغۍ او نورو درملو څخه کار اخیستل کيږي. خو د يوې څيړنې په پایله کې روښانه شوې چې د ملاريا درمل د کرونايي ناروغانو د مړينې احتمال ډيروي.

د امريکا په بوستون کې د هاروارد پوهنتون له روغتون څخه مانديپ مهرا وايي چې د هيدروکسي کلوروکين او کلورکين په نوم دارو درمل نه يوازې د کرونا ناروغانو ته هيڅ ګټه نه کوي، بلکې د هغوی د مړينې خطر هم ډيروي او په عين حال کې د ناروغ د زړه حرکاتو د نامنظم کيدو سبب هم واقع کيږي.

د هاروارد پوهنتون څيړونکي ټيم او د سويس د زوريخ روغتون د زړه د څانګې محققانو، د ټولې نړۍ په روغتونو کې د ۹۶ زره کرونايي ناروغانو اړوند معلوماتو باندې څيړنې کړي چې نهايي پايلې يې د جمعې په ورځ (د می ۲۲مه) په علمي مجله «The Lancet» کې خپرې شوي.

دوی د ناروغانو پر څلورو ډلو باندې څيړنې کړي چې هغوی ته په لاندې ډول درمل يا د دغو درملو مرکب ورکړل شوي دي: لومړنۍ ډلې ته هيدروکسي کلورکين، دوهمې ډلې ته کلورکين، دريمې ته د يادو دواړو ترکيب او ورسره انتي بيوتيک او څلورمې ډلې ته له دغو درملو څخه هيڅ يو هم نه دی ورکړل شوی.

Ukraine Krankenhaus in Ivano-Frankivsk
د هاروارد پوهنتون او زوريخ پوهنتون محققانو، د ټولې نړۍ د روغتونو د ۹۶ زره کرونايي ناروغانو باندې څيړنې کړيانځور: picture-alliance/Photoshot

د کرونايي ناروغانو په پورتنيو ډلو کې د مړينې فیصدي په ترتيب داسې موندل شوې ده: په لومړنۍ ډله کې د مړينې کچه ۱۸ سلنه، په دوهمه کې ۱۶،۴ سلنه، په دريمه کې ۲۳،۸ سلنه او په څلورمه کې چې له يادو درملو څخه يې هيڅ استفاده نه ده کړې، ۹ سلنه ده.

دا په دې معنی ده چې په هغو کرونايي ناروغانو کې چې د ملاريا ناروغۍ له درملو څخه يې استفاده کړې، د مړينې کچه تر ۴۵ سلنې پورې پورته تللې ده.

د زوريخ روغتون د کارديولوژي د څانګې مشر، فراناک روشیتسکا وايي چې د ملاريا ناروغۍ درمل په ځانګړې توګه هغو افرادو ته چې د زړه له آرتيمي (د زړه له غير منظمو ضرباتو) څخه رنځ وړي، ډير خطرناک دي. هغه وايي حتی دغه درملو د دا ډول ناروغانو زړه ته له کرونا څخه تر نجات وروسته هم شديد زیانونه رسولی شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د هیدروکسي کلورکين يا کلورکين درملو څخه له کلونو راهیسې د ملاريا ناروغۍ له پاره کار اخیستل کيږي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په ورستيو کې ويلي دي چې هغه هم د کرونا ناروغۍ له ابتلا څخه د مخنيوي له پاره دغه درمل کاروي.

د برازیل حکومت بیا تر دې هم يو ګام مخته تللی او د دغه درمل سپارښتنه يې د سږو د عفونت لرونکو ټولو ناروغانو ته کړې ده. بریتانيا هم دغو درملو سره علاقمندي ښودلې چې په ورستيو کې يې د ۳۵ ميليون پونډو په ارزښت دغه دارو درمل اخيستي‌ دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: