1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څيړنه: بندیزونو په سونو ميليونه انسانان له کرونا ژغورلي

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

دوې څېړنې ښیي چي د کووید ۱۹ په وړاندي تدابیرو خپل اغیز وښود. که د حکومتونو له خوا د اولس پر تګ راتګ باندي سخت بندیزونه نه وای لګول سوي نو په سونه میلیونه نور انسانان به هم په کرونا اخته سوي وای.

https://p.dw.com/p/3dYXp
COVID-19: Leere Straßen in London
انځور: picture-alliance/R. Pinney

د کلیفورنیا ـ بیرکیلي پوهنتون او لندن د امپيريل کالج څېړونکو د جون پر اتمه نیټه په عین وخت کي د خپلو پلټنو نتایج د طبیعت په نامه ځانګړي مجله کي خپاره کړي چې پکښي دا پوښتنه مطرح سوې وه چې  که دولتونو بندیزونه او د واټن د مراعاتولو په هکله سخت تدابیر نه وای وضعه کړي نو د کرونا ویرس به څومره زیات پراخ سوی وای؟

د کارپوهانو دغه ټیم په شپږو سترو هیوادونو کي پلټني کړي وې: چین ، جنوبي کوریا، ایټالیې، فرانسې، ایران او امریکا متحده ایالاتو کي. د هغوی نتیجه دا وه چي : اضطراري بندیزونو په دغو هیوادونو کي د پاندیمي بهیر په ښکاره ډول کرار کړ.

په ۶ هیوادونو کي د ۵۳۰ میلیونه کسانو له اخته کیدو مخنیوی

د نوموړي علمي پلټني د لیکوالانو په حواله پر سفر باندي محدودیتونه، د شرکتونو او مکتبونو تړل کیدل، د ماسکونو اغوستل او د اجتماعي واټن مراعاتول د دې سبب سول چي ۵۳۰ میلیونه انسانان له نوموړي ویروس څخه وژغورل سي.

په ۱۱ هیوادونو کي د ۳،۱ میلیونو انسانانو ژوند وژغورل سو

د ویروسي ناروغیو نړیوال مرکز د سمیر باټ د کارپوهانو ټیم بیا بل ډول ارزونه کړې ده. هغوی په ۱۱ اروپایی هیوادونو کي خپلي پلټني تر سره کړي.

په دې پلټنو کي د ۲۰۲۰ کال د می د میاشتي تر څلورمي نیټې پوري بهیر کي معلومیږي چي دغو محدودیتونو د پاندیمي په شاته تګ کي خپل اغیز ښوولی. په تیره بیا دا چي یو کس څومره نور کسان په دغه ویروس اخته کولای سي.

پلټونکو دا ډول محاسبه کړې چي، تر دغه وخت پوري د ۱۲ او ۱۵ میلیونه تر منځ انسانان په سارس کووید ۱۹ اخته سوي دي. دا تر پلټني لاندي هیوادونو کي د نفوسو ۳،۲ او ۴ سلنه ترمنځ رقم ښيی. د هغوی په حواله د مختلفو تدابیرو له لاری وکولای سول د ۳،۱ میلیونه انسانانو ژوند وژغورل سي .

احتیاط له لاسه مه ورکوی، د دوهمې څپې د راتلو ګواښ موجود دی

سیت فلاکسمن چې د ریاضي د فاکولتې له خوا دغه پلټنه پر مخ بیایی وایي چي زموږ موډل دا ښیي چي هغه تدابیر چي د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کي په مختلفو هیوادونو کي وضعه سوي ول ، په بریالیتوب سره ددې باعث سوي چې  د پاندیمي مخه ونیول سي او نورو ته د انتقال کچه تر ټاکلي حد کښته پاته سي.

د نوموړي په خبره په آینده کي هم باید د پاندیمي بهیر تر جدي نظر لاندی ونیول او تعقیب سي تر څو د ویروس له پرمختګ څخه مخنیوی وسي.

gp/bs (Fabian Schmidt )