1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څنګه په دې ورځو کي د ګرمۍ وهلو څخه ځان وساتو؟

۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه

څه باید وکړو چي د دوبي په دې سخته ګرمي کي د ګرمۍ وهلو(جولې) څخه ځانونه وساتو. کله چي د بدن حرارت ۴۰ درجو سانتي ګراد او یا تر هغه لوړ سي، نو دغه حالت رامنځته کیږي، چي ځیني وخت د انسان د مرګ سبب هم کیږي.

https://p.dw.com/p/3eOU8
Indien Wetter l Hitzewelle - Hitze
انځور: picture alliance/AP/C. Anand

جوله یا ګرمي وهل داسي یوه ناروغي ده، چي لمر ته د ډیر ګرځیدو او پاته کیدو په صورت کي رامنځته کیږي. په دې حالت کي د بدن حرارت بې حده ډیر لوړیږي.

د مایو کلینیک د یوه رپوټ پراساس کله چي د بدن حرارت ۱۰۴ درجې فارنهایت(۴۰ سانتي ګراد) او یا تر هغه لوړ سي، نو سړی وايي چي دغه کس جولې وهلی دی، دغه مریضي په دوبي کي ډیره وي.

جولې وهل یا لمر وهل، کومه چي د سختو عوارضو سره مل وي، باید په عاجل ډول یې معالجه وسي، په غیر د هغه ډیر ژر کیدلای سي اعصابو، زړه، پښتورګو او د بدن نورو اعضاوو ته تاوان ورسوي او حتی د مرګ سبب وګرځي. د جولې وهلو معلوم عوامل عبارت دي، له ګنګسیت، عصبانیت، ژر تحریکیدل، بې هوښي، وارخطايي او بلاخره کوما حالت ته رسیدل.

لمر ته د ډیر ګرځیدلو او پاته کیدلو ترڅنګ په دوبي کي ډیر الکهول څښل او لږ اوبه مصرفول په جولې او ګرمۍ وهلو امکانات څو چنده لوړوي. سربیره پردې هغه کسان چي عمرونه یې تر ۶۵ کلونو لوړ وي او یاهغه کسان، چي مخصوصي دواوي مصرفوي، کومي چي په بدن کي یې ګرمي رامنځته کوي، لکه د ویني د فشار یا ډیپریشن ضد دواوي. د دې ډلي تر څنګ هغه کسان، چي د زړه او سږو تکلیفونه، چاغ کسان وي او یا لږ حرکت کوي، په جولې د وهلو امکانات یې ډیریږي.

نازک، کم رنګه او یخ کالي

د لمر سوځولو څخه خپل د بدن پوست وساتئ. لمر وهل د بدن د یخولو توانايي راکموي، په دې خاطر په ازاده فضأ کي خپل بدن په یوې خولۍ او غټو تاریکو عینکو سره وساتئ. د بدن غوړول هم د لمر سوځولو څخه تر ډیره حده پوري مخنیوی کوي.

Niederlande Hitzewelle 2019 | Eindhoven, Abkühlung
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

ډیري اوبه مصرف کړئ

هیڅکله یو کوچنئ په پارکینګ کي په موټر کي یوازي مه پریږدئ. دا کار اکثرأ د هغوی د جولې وهلو او مرګ ومیر سبب کیږي. کله چي یو موټر په لمر کي پارک کیږي، ستا په موټر کي د حرارت درجه کیدلای سي په هرو ۱۰ دقیقو کي ۶،۷ درجې سانتي ګراد ته لوړه سي.

یوازي د ورځي په ساړه وخت کي سپورټ وکړی، لکه سهار وختي یا مازیګر، خو کله چي بیا هم څوک جوله ووهي، باید ډیر ژر ډاکتر ته مراجعه وکړی.