1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه ـ څلور کلن افغان ماشوم په ډزو ووژل شو

۱۴۰۱ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د ترکیې امنیتي ځواکونو د مهاجرو پر یوه موټر فیرونه کړي، چې په پایله کې یې یو څلور کلن افغان ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی. د بشري حقونو فعالان د پېښې د پلټنې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4DfJh
Türkei | Menschenschmuggel
آرشیف انځورانځور: Felat Bozarslan/DW

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په ختیځ کې د مهاجرو لیږدونکي یوه مني بس باندې ډزې کړي دي چې په نتیجه کې یې یو څلور کلن افغان ماشوم وژل شوی دی. د وان، په نوم د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې مشر محمد کاراتاس د عیني شاهدانو له قوله یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې په وان ولایت کې رامنځ ته شوې دغه پېښه کې یو ماشوم په زړه لګیدلی دی. د هغه په خبره پر موټر د فایرونو په پایله کې ۱۲ نور کسان هم ټپیان شوي دي چې د وژل شوي ماشوم مور پکې هم شامله ده.

د یاد ولایت مقام د سن او ملیت په هکله د جزئیاتو ورکولو پرته دا خبر تائید کړی دی چې یو مهاجر وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. زیاته شوې ده چې ژاندارمري (امنیتي ځواکونو) د یوه موټر ټایرونه وروسته له هغې وویشتل چې په سملاسي توګه د دریدو له امر څخه یې سرغړونه وکړه.

خو د آی اچ ډي، په نوم د بشري حقونو د سازمان مشر کاراتاس بیا د دې برعکس څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې دوه امنیتي ځواکونو پر موټر سخت فیرونه کړي، سره له دې چې دغه موټر په یوه بنده کوڅه کې روان وو. د هغه په خبره د فیرونو په پایله کې د موټر ښيښې ماتې شوي دي. هغه پر دې انتقاد کړی چې دا ډول چلن د «وظیفې او د ژوندانه د حق نقضول» دي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې تر دې پېښه وروسته مهاجر چې پکې ښځې او ماشومان هم وو د یوه ګودام او غره پر لور په تېښته ول، ځکه چې امنیتي ځواکونو یې په پښو فیرونه کول. کاراتاس په خپلواک ډول د دغې پېښې د پلټنې غوښتنه کړې.

د دغه ولایت د دفتر د والي د معلوماتو له مخې په موټر کې ۴۰ »غیر قانوني« مهاجر سپاره ول. زیاته شوې ده چې د موټر چلوونکی او یو شکمن انساني قاچاق وړونکی نیول شوي دي. خو دا رپوټونه په ازاد ډول نه دي تائید شوي.

د ترکیې د وان ولایت له ایران سره ګډه پوله لري. له دغه لارې تل مهاجر ترکیې ته ځي چې زیاتره یې افغانان وي. د دغو کسانو زیاتره یې د استانبول ښار پر لور د تګ هڅه کوي چې هلته ځان ته کار ومومي او یا هم اروپا ته سفر وکړي. انساني قاچاق وړونکي غیر قانوني مهاجر په کوچنیو مني بسونو کې له ختیځ څخه د ترکیې لویدیځ ته بیایي او هڅه کوي چې د امنیتي پوستو له څنګه تیر شي.

د رسمې ارقامو له مخې په ترکیه کې تر ۳،۷ میلیونه زیات سوریایي مهاجر ژوند کوي او پر دې سربیره د اټکلونو له مخې نیم میلیون افغان هم هلته اوسیږي.