1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څرخي پله کي په کرونا د مړينې ادعا، حکومت څه وايي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په څرخي پله زندان کې د کرونا ویروس له امله د زندانیانو مړینه رد کړې، خو زندانیان په دې اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3bgpW
Afghanistan Provinz Khost | Insassen in Gefängnis
انځور: DW/F. Zaher

د څرخي پله یوشمېر زندانیان وايي، په دغه زندان کې یو بندي د کرونا له امله د تېرې پنجشنبې پر ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۳۰مه) خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یوه زنداني چې خپل نوم بختیار یادوي، دویچه ویله ته وویل: «د څرخي پله زندان په شپږم بلاک کې د حیدري په نوم یو کس د کرونا له امله وفات شوی، هغه د مزار شریف اوسیدونکی ؤ او په همدغه بلاک کې په کرونا اخته یوشمېر بندیان افغان – جاپان روغتون ته هم لېږدول شوي وو.»

دغه بندي وايي، چې ځیني نور بندیان هم چې کره شمېر یې ده ته نه دی مالوم د څرخي پله په شپږم بلاک کې په کرونا اخته دي.

حکومت څه وايي؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، په څرخي پله زندان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو پخلی کوي خو هلته یې د مړینې خبر رد کړ.

ددغه وزارت ویاند وحید مایار دویچه ویله ته وویل: «د هغه کس چې مړ شوی د زندان مسؤلین یې د کوید ۱۹ ناروغی مثبت کېدل نه تاییدوي نو په دې اساس مونږ ویلی شو چې په څرخي پله زندان کې د مړینې پیښه نه شته.»

له ښاغلي مایار څخه څرخي پله زندان کې په کرونا د اخته کسانو د کره شمېر په اړه وپوښتل وشول، خو هغه په دې اړه ځواب د زندان د چارواکو مسؤلیت وباله.

د افغانستان د زندانانو د تنظیم اداره هم په دې اړه کره شمېرې نه ورکوي، خو وايي په څرخي پله زندان کې پر کرونا د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ۵۰ بستریز روغتون جوړ شوی.

زندانونو کې د کرونا پر وړاندې تدبیرونه

دغه اداره وايي، زندانانو کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو مخنیوي په موخه لازم تدبیرونه نېول شوي، چې په دې لړ کې یې د زندانیانو د ګڼې ګوڼې راکمول مهم ګام دی.

خو یوشمېر زندانیان وايي د ویروس مخنیوي لپاره لازم تدبیرونه نشته. د څرخي پله یوه زنداني په همدې اړه دویچه ویله ته وویل: «خاص تدابیر نشته، زه چې ګورم هماغه شپږم بلاک کې چې د کرونا پیښې ثبت شوي د زندانیانو ګرځېدل راګرځېدل باندې محدودیت نشته، که په سر دې درد وي او یا هم تبه دې وي یوه ګولۍ درکوي یعنې د درملنې او تدابیرو برخه کې هیڅ نشته.»

د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل دویچه ویله ته وویل، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د زندانیانو د خوشې کېدو برخه کې ان د ولسمشر فرمان بابیزه ګڼل کیږي: «په زندانانو کې هغه بیروبار باید کم شوی وای، د ولسمشر فرمان باید په بیړي سره تطبیق شوی وای خو دا کار ونه شو دغه د ولسمشر وروستی فرمان هم نه پلی کیږي، مونږ هغه وخت لاس په کار کیږو چې اوبه له ورخه تېرې وي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ د غوايي یا ثور اتمې په مناسبت او کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ۱۲ زره زندانیانو د خوشې کېدو فرمان صادر کړ.

ددغه فرمان پربنسټ، به بندیان د بند مودې او د جرم بڼې ته په کتو خوشې کیږي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې عامی روغتیا وزارت اعلان وکړ چې افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۴۶۹ ته لوړ شوی.

اسماعیل شاکر – کابل