1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځيني پخواني چارواکي د چا په بلنه ستانه شوي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ خرداد ۱۹, پنجشنبه

افغانستان ته د پخواني حکومتي چارواکو د ستنېدنې په لړ کې د پخواني حکومت د پارلماني چارو وزير فاروق وردګ هم کابل ته ستون شوی. هغوی پخپله او که د طالبانو په بلنه ستانه شوي دي؟

https://p.dw.com/p/4CPsr
Afghanistan Ermordung Burhanuddin Rabbani
انځور: DW

د پخواني حکومت د پارلماني چارو وزیر فاروق وردګ هم بيرته افغانستان ته تللی او د کابل په نړېوال هوايي ډګر کې يې طالب چارواکو هرکلی کړی دی.

فاروق وردګ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۸) د کابل نړيوال هوايي ډګر ته په رسېدو سره خبریالانو ته وویل چې ډېر نور افغان شخصیتونه هم غواړي چې هېواد ته ستانه شي، خو ده یې نومونه په ډاګه نه کړل.

هغه وويل: «ډېر لږ خلک به وي چې بیرته ستنېدل نه غواړي، ځيني دوستان چې خبر شوي ول زه بیرته ځم نو له ما یې وغوښل چې زموږ ستنېدلو ته هم زمینه برابره کړي، البته دا یو امانت دی، ډېر دوستان جرمني، ترکیه، اروپا او په اماراتو کې دي او له ما یې وغوښتل چې د هغوی ستنېدلو ته هم زمینه برابره کړم.»

په تېره یوه اونۍ کې دا د پخواني حکومت څلورم جګپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته ستنیږي.

د ټرانسپورټ پخواني وزیر حسن مبارک عزیزي چې څو ورځې وړاندې کابل ته ستون شوی، دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو له خوا جوړ شوی له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په بلنه هېواد ته تللی: «ډاډ او اطمنان راکړل شوی، دوی مسؤولانه چارې مخته یوړې او ښه تود هرکلی یې راته وکړ، په افغانستان کې ځيني مسایل شته، خو دا هر څه به په تدریجي ډول حل شي، هیله من یم چې ټول افغانان به په یوه دسترخوان سره راټول شو او د یوه باثباته او قوي افغانستان له پاره به ټول لاسونه سره ورکړو.»

تردې وړاندې د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري او د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی مشر امان الله غالب هم کابل ته ستانه شوي دي.

دغه راز، افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښيي د تېر نظام د ملي دفاع وزارت ۱۶ غړي بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو یوشمېر منتقدین وايي چې له سیاسي جوجاړي پرته د دغو کسانو ستنېدل به کوم اغیز ونه کړي.

په جرمني کې میشت افغان شنونکي ویس ناصري دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه طالبان د دغو شخصیتونو له ورګرځېدلو ابزاري او سیاسي استفاده کوي، دا ستنېدنه هیڅکله هم د ملي پخلایني او سیاسي اجماع په نتجه کې نه ده، ځکه طالبان په سیاسي مشارکت باور نه لري.»

په همدې حال کې یوه بل سیاسي کارپوه رحمت الله بیژنپور دویچه ویله ته وویل، خلک لاهم هېواد ته په دغسې ستنېدلو باور نه شي کولای، ځکه هلته په رسمیت پېژندل شوی سیاسي نظام حاکم نه دی.

خو د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، شپه او ورځ پردې بوخت دي چې بهر ته تللي شخصیتونه څنګه هېواد ته راوګرځوي.