ځمکني ماينونه يو ناوړه ميراث
پر ماينونو د بندیز پر هڅو سربيره د نړۍ تر۵۰ په زياتو هيوادونو کې اوس هم په میليونونو ماينونه ښخ دي. دا ماينونه هره ورځ د انسانانو ژوند ګواښي. ماينونه څرنګه شنډېدلای شي؟ په دې انځوريز راپور کې يې وګورئ.
په ټوله نړۍ کې تر لس ميليونه زيات ماينونه
په دې اړه دقيق معلومات نه شته چې په ټوله نړۍ کې څومره ماينونو لا ښخ دي. خو اټکل کيږي چې دا به يو ميليون وي. د جنګونو دا پاته شوي د انسانانو ژوند ګواښي. د «اوتاوا تړون» يا په اصطلاح د اوتاوا کنوانسيون چې د ماينونو پر کارولو، ساتلو، توليد او تجارت بنديز لګول غواړي، ۱۶۲غړي لري.
«ماين چاودونکی» په راتلونکې کي د ماين پاکۍ آله
ګل ته ورته د ماين پاکۍ دا آله د باد په زور چليږي: د «ماين چاودني» په نوم دا آله يوه افغان مسعود حسيني، چې په هالند کې ژوند کوي، جوړه کړې ده. دا ګردي شکل لرونکي ۱۷۵ پلاستيکي غابونه لري چې د باڼس په اوږدو لرګو پورې تړل شوي دي. دا آله په ساحو کې د باد په زور چليږي او ماينونو چوي.
ماين چاودنونکی: «د باد په زور د ماينونو شنډول»
حسيني ته د «ماين چاودونکی» جوړولو فکر د لوبو د هغه شي ور پيدا شو چې ده ورسره په ماشوماتوب کې لوبې کړي وې او دا هم په باد چليده. د هالند د دفاع وزارت په برکت دا آله اوس په آزمايښتي پړاو کې ده او لا پراختيا ورکوله کيږی. د څيړونکو يوه ډله دمګړۍ د دې ډيزاين په ښه کولو بوخته ده څو دا آله نه يوازې لا پسې خوندي شي، بلکې په هر ډول ساحو کې ښه کار ورکړي.
ماين شنډوونکی ډرون
حسيني (ښي اړخ ته) د يوه «ماين چاودني بې پيلوټه الوتکې» په جوړولو هم بوخت دی چې ماينونه به د يوه سنسور په مرسته کشف کوي او د يوه بازو په واسطه به يې يوه خوندي ځای ته انتقالوي او هلته به يې چوي. د حسيني په حواله دا اختراع چې لا اوس په آزمايښتي مرحله کې ده د اوسنيو تخنيکونو په پرتله ډيره چټکه او ارزان بیه ده.
ماين موندونکي مږي
د بيلجيم يوه غیر دولتي موسسه ماين موندونکې مږي روزي چې په ډيرو هيوادونو کې به ترې د ماين پاکۍ په برخه کې کار واخيستل شي. مږې چې ډير ښه شامه حس لري، د ټي اين ټي د چاوديدونکې مادې د موندلو روزنه ورته ورکول کيږي. دا کار به ماين موندنه چټکه کړي. د «اپودو» په نامه دې اين جي او ويلي چې د ماين موندلو په ترڅ کې تر اوسه يوه مږه هم نه ده تلف شوې.
ماين موندونکی د خپل کار په جريان کې
نه يوازې مږې د ماينونو له پاره ښه پزه لري، بلکې سپي هم دا کار په ډير ښه شان سره کولای شي. تر څو مياشتني روزني وروسته سپي چاوديدونکي مواد کشف کولای شي. «مارشل ليګيسي انستيتوت» په لومړي ځل په ۱۹۹۹م کال کې د سپو دا پروګرام رامنځته کړ. له هغه راهيسې د سپو په مرسته کابو ۴۵ مربع کيلومتره ځمکه خوندي ګرځول شوې. دمګړۍ په ټوله نړۍ کې تر۹۰۰ زياتو سپو څخه د ماين پاکۍ په برخه کې کار اخيستل کيږي.
د ماينونو پر ضد جنګي آلاتو استعمال
دا ماشين داسې ښکاري لکه يو ټانک او تريشل چې سره يو ځای کړل شوي وي او دا کار هم همداسي کوي. د «آردوارک» په نوم د ماينونو شنډولو دا ماشين له ۷۲ زنځيرونو سره په ځمکه کې ښخو ماينونو ته چادونه ورکوي، بې له دې چې ماشين ته زيان ورسي.
ماينونه تر ډيرې مودې فعال وي
ماينونه چې يو ځل په ځمکه کې ښخ کړل شي، تر۵۰ کالو هم زياته موده فعال پاته وي. په دې ترتيب ماينونه د مهاجرو او بې ځايه شويو بيرته دې سيمو ته د ستنيدو پروسه هم ورو کوي او تر جنګونو وورسته د بيارغوني او پراختيا مخه هم نيسي.
د ټول عمر ټپونه
اوس يوازي په يولسو هيوادونو کې چې چين او روسيه هم پکښې شامل دي، ماينونه توليديږي. د ماينونو پر ضد مبارزه کې يو ستر ګام د اوتاوا کنوانسيون له عملي کيدو سره پورته کړل شو. خو تر څو چې ماينونه په ځمکو کې پراته وي او انسانان وژني او معلولوي یې، زموږ په مخکې لا ډيري ستونزي پرتې دي.