1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

پکتیکا: د ولادت پرمهال د میندو او ماشومانو مړینه زياته ده

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د پکتیکا اوسیدونکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ښځینه روغتیایي خدمتونو د نه شتون له امله په لرو پرتو سیمو کې ولادتونه په دودیزه بڼه کیږي او دا ډېری وخت د مور او ماشوم د مړینې لامل کیږي.

https://p.dw.com/p/4HMQu
Afghanistan l Mediziner kämpft gegen die psychische Gesundheitskrise
انځور: AFP

د پکتیکا اوسیدونکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ښځینه روغتیایي خدمتونو د نه شتون له امله لا هم په لرو پرتو سیمو کې په دودیزه بڼه ولادتونه ترسره کیږي، چې ډېر وخت د مور او ماشوم د مړینې لامل کیږي. په همدې حال کې د پکتیکا عامې ریاست مسؤلین وایي، چې په کلني ډول په هرو زرو میرمنو کې ۱۱۱ میندې د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خلک په پکتیکا کې ولایت کې د معیاري  ښځینه روغتیایي خدمتونو د نه شتون له امله شکایت کوي، چې مېرمنې د ولادي ناروغیو پر وخت له ډېرو ستوونزو سره مخ دي.

د ځایي خلکو په خبره، په ټول ولایت کې یوازې د ښرنې په ولایتي روغتون کې یوه ښځینه ډاکټره ده،  چې ډېرو ناروغانو ته رسېده ګي نشي کولی.

د پکتیکا ګومل ولسوالۍ یو ځایي مشر یعقوب منظور دویچه ویله ته وویل، چې د دغه ولایت ځینې سیمې ډيرې لرې دي او هلته روغتیایي خدمتونه نشته، چې خلک یې په ځانګړې توګه د ولادي ناروغیو پر وخت مرکز ښرنې ته ساعتونه ستړی سفر کولو ته مجبور دي.

نوموړي زياته کړه: « پکتیکا غرنی ولایت دی او ځینې ساحې ډيرې لرې دي. ګومل، برمل، ګیان، وړممۍ، تروې، وزېخوا، نکه او زیړوک دا هغه ولسوالۍ دي، چې له مرکز نه لرې مؤقعیت کې دي. اکثرو ته لارې خامې دي، دا غرنۍ منظقې دي او په ځینو دغو سیمو کې ښځینه ډاکټرې او ښځینه روغتیایي خدمتونه هیڅ شتون نه لري.»

اړوند مطالب: م.م: نړۍ باید افغان ښځې او ماشومان «هېر نه کړي»

منظور وويل، چې ارګون او یا مرکز ښرنې ته د ولادي ناروغانو د لېږد پر وخت د اوږد واټن او د سړکونو خرابوالي له امله ډېر وخت حاملې میرمنې او نوي پیدا کیدونکي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی دغه راز وایي، چې »په پکتیکا له یوې متخصصې ښځینه ډاکټرې پرته نورې ډاکټرې نشته او خصوصي کلینیکونو کې خلکو له پاکستان څخه په جعلي اسنادو نرسې او قابلې راوستلې دي، چې په هیڅ طبي اصولو نه پوهیږي او د ناروغانو د درملنې پر ځای هغوی ته لا زیان تمامیږي.«

د پکتیکا په ځینو سیمو کې بیا د ښځینه روغتیایي خدمتونو د نه شتون او د مرکز ښرنې د لروالي له امله ښځو ته په کورونو کې د نورو ښځو له لورې په دودیزه بڼه ولادتونه ورکول کیږي، چې تر ډېره له خطر او آن مرګ سره مل وي.

د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي اکرام الله دویچه ویله ته وویل، چې دلته لا هم ځینې وختونه په ځینو کلیو کې ښځې دودیز ولادونه کوي.

د نوموړي په خبره، په لسګونه داسې پېښې شوې دي، چې ښځو د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

هغه وویل: « دلته د پوهاوي کچه صفر ده او د روغتیایي خدمتونو کچه خو په کمه سطحه ده. موږ ډېر کله د دې شاهدان یو، چې روغتیایي مرکزونو ته د نه رسیدو له امله مور ژوند له لاسه ورکوي. په لسګونه وارې داسې پېښې په پکتیکا کې تکرار شوې دي، موږ او ټول خلک پرې خبریږي.» 

د پکتیکا یو شمېر میرمنې هم په دغه ولایت کې د ښځو ژوند لپاره د معیاري روغتیایي خدمتونو د نه شتون څخه اندیښنه څرګندوي. د پکتیکا اوسیدونکي یوې مېرمني نظیفې  دویچه ویله ته وویل، چې په پکتیکا د ولادي ناروغیو پر وخت ښځې ډيرې ستونزې زغمي او غوښتنه کوي، چې عامې روغتیا وزارت او مرستندویه روغتیایي بنسټونه دې په جدي توګه په پکتیکا کې د ښځینه روغتیایي خدمتونو په برخه کې اقدامات وکړي.

نظیفې وویل: « ښځې هم انسانانې دي، خو زموږ پکتیکا کې ښځې ډيرې ستونزې لري په ځانګړي توګه د ولادت پر وخت کې هیڅ روغتیایي خدمتونه ورته نشته. په ولسوالیو کې داسې هم ده، چې یوه حامله ښځه په ۹ میاشتو کې معاینات نه ترسره کوي، دا نو څنګه ژوند دی؟ پکتیکا ته دې ښځې ‌ډاکټرې راشې او ولادي روغتونونه دې راته جوړ شي.»

دغه میرمن زیاتوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې په پکتیکا کې نجونو ته د زده کړو سمه  زمینه نه وه برابره شوې او له همدې امله اوس پکتیکا هیڅ خپله متخصصه ډاکټره نه لري.

په همدې حال کې په پکتیکا کې د طالبانو ادارې ځایي مسؤلین مني، چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره روغتیایي خدمتونه په نشت حساب دي او میرمنې له ډېرو ستوونزو کړیږي.

 د طالبانو ادارې د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حکمت الله عصمت دویچه ته وویل، چې د پکتیکا په ولسوالیو کې د غوره  روغتیایي خدمتونو نه شتون او د ولسوالیو او مرکز ترمنځ ډېر ليريوالی د دې لامل شوی، چې په پکتیکا کې د ولادت پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره شي.

نوموړی وایي، چې اوسمهال په پکتیکا کې د ولادت پرمهال په هرو زرو میرمنو کې ۱۱۱ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

حکمت وویل: «د دې ولسوالۍ لارې اوږدې دي،  مېرمني د تګ پر وخت تر څو چې روغتون ته رسیږي په لاره کې او یا خپله سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ولادت پر وخت په هرو زرو ماشومانو کې ۷۹ نوي زږیدلي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

اړوند مطالب: م.م: د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

د پکتیکا عامې روغتیا رئیس زیاتوي، چې د ښرنې په مرکزي روغتون کې یې پخوا یوه متخصصه ډاکتره لرله، چې اوس یې دویمه متخصصه ډاکټره هم استخدام کړې ده.

د عصمت په خبره، د ولادت پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچې راکمولو لپاره یې اوس په بیړني ډول په شل ولسوالیو کې کورنۍ ځالې جوړې کړې دي، چې د یوې قابلې په شتون کې به میرمنو ته ولادتونه ورکول کیږي او روغتیا ته به یې په پام کې ساتل کیږي.

هغه د دغه کورنۍ ځالو په اړه زیاته کړه: « موږ په تېره هفته کې شل کورنۍ ځالې د مور او ماشوم د خدمت په برخه کې جوړې کړې. دا په شل ولسوالیو کې جوړې شوې. دا جدي ستونزه وه، دا لرې پرتې ولسوالۍ دي، چې هلته د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره ده.»

د پکتیکا عامې روغتیا رئیس زیاتوي، چې روغتیا وزارت دغه ولایت کې د ۳۵۰ زره نفوس روغتیایي امکانات ورکوي، په داسې حال کې چې د دوی د روغتیایي ټیمونو او واکسینو پروګرام د معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت نفوس له ۱۲ لکه زیات دی.

پکتیکا د هېواد په سویل ختیځ کې پروت سرحدي ولایت دی، په مرکز ښرنې سربېرې ۲۳ ولسوالۍ لري، چې ډیری ولسوالۍ یې په غرنیو سیمو کې مؤقعیت لري. دغه ولایت ته په تېرو شلو کلونو کې د تعلیم په برخه کې هم ځانګړی پام نه دی شوی.